21/11/2023
د فارس خليج د همکاريو شورا ۶ عرب غړيتوب لرونکي هېوادونه د اروپا د شنګن ويزې په څېره ګډه ويزه رامنځته کوي.
سعودي عربستان، کويټ، بحرين، قطر، عمان او متحده عربي امارات د دغې شورا غړيتوب لري.
يادې شورا ويلي، د راتلونکي کال له پيله به سيلانيان وشي کړی، له دغو غړو هېوادونو نه د يوه هېواد د ويزې په لرلو سره پاتې ۵ هېوادونو ته په آزاد ډول سفر وکړي او ترې ليدنه وکړي.