01/05/2023
#ماسټري
#دوکتورا
د مالیزیا نړیوال سکالرشیپونه د راتلونکي سمستر لپاره اعلان شوي دي چې د نړۍ له بېلابېلو ۲۸ هېوادونو څخه ورته محصلین په انلاین ډول نوم لیکنه کولای شي، د یادولو وړ ده افغانستان هم د یادو هېوادونو په ډله کې شامل دی.
دا سکالرشیپونو ته هغه محصلین هم نوم لیکنه کولای شي چې د لېسانس یا ماسټري دورې د وروستي سمستر محصلان وي؛ چې د تېرو سمسترونو نمرې به په انګلیسي ژبه له پوهنتون تاییدوي.
هېواد: مالیزیا
د زده کړو کچه: ماسټري او دوکتورا
نوم لیکنه: انلاین
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د روان ۲۰۲۳ کال د May میاشتې ۱۸مه نېټه
د اړتیا وړ سندونه:
•د مالیزیا نړیوالو سکالرشیپونو انلاین اپلیکېشن چې لاندې یې لېنک ورکړل شوی دی
•پاسپورټ چې لږ تر لږه ۶ میاشتې وخت یې پاتې وي
•د نمرو ټرانسکرېپټ او ديپلوم یا سرټيفیکېټ
•دوه ریکمنډېشن لېټرونه
•د سوانحو خلاصه یا CV
•د دوکتورا کاندیدانو لپاره ریسرچ پروپوزل
د انګلیسي ژبې سند
که د ایېلټس یا ټافل نمرې ولرئ خو ډېره ښه ده کنه نو تاسو یو سند تسلیمولای شئ چې وښیی ستاسو د تحصیل مخکنۍ دوره په انګلیسي ژبه وه
د عمر په هکله
•د ماسټري لپاره مو عمر له ۴۰ کلونو لوړ نه وي
•د دوکتورا لپاره مو عمر له ۴۵ کلونو لوړ نه وي
تاسو کولای شئ د مالیزیا په پوهنتونونو کې کوم چې لاندې وېپاڼه کې لېست شوي دي؛ هرې څانګې ته اپلای وکړئ خو لاندې څانګو ته به لومړیتوب ورکول کېږي
1. Education
2. Arts and Humanities
3 Social Sciences, Journalism and Information
4.Business, Administration and Law
5.Natural Sciences, Mathematics and Statistics
6.Information and Communication Technologies
5
7 Engineering, Manufacturing and Construction
8 Agriculture, Forestry, Fisheries and Veterinary
9 Health and Welfare not including medicine, nursing and Pharmacy
د دې سکالرشیپونو ګټونکي به لاندې امتیازات لري
•د پوهنتون بشپړ فیس چې اړوند پوهنتون ته به په مستقیم ډول لېږل کېږي
•هره میاشت ۱۵۰۰ رينګيت درکول کيږي
وټساپ0701411417