04/09/2024
نظم: خان او یتیم
د وختونو په بې رحمه زمانه کې
چاته پاتی شولو څنګه زمانه کې
ربه ستا دا مخلوقات دي
نا فرمانه په ملا مات دي
په ګاونډ کې یې یتیمان دي
ډیر بې حده غریبان دي
د یوې ډوډۍ لپاره
لا یوې مړۍ لپاره
په کوڅه او لاره ناست وي
د سرک په غاړه ناست وي
دا خان ګوټي په موټر کې
په های لیکس او فرونر کې
خپل بچو سره خندا کړي
چک چکونه او نڅا کړي
دا بې فکره انسانان دي
تش په نوم مسلمانان دي
چې غریب یې خواته ورشي
لږ قریب یې خواته ورشي
چې ووایي کاکا جانه
حاجي صیبه ماما جانه
لږ کومک راسره وکړه
لږ مدد راسره وکړه
د الله رضا لپاره
څه عدد راسره وکړه
دا خان ګوټی بې ایمانه
دا بې فکره مسلمانه
ورته وایي ځه ورکېږه
لږ له خلکو وشرمېږه
هیڅ خلاصی مو درنه نشته
په هیڅ ځی مو درنه نشته
بس زړې جامې په تن کئ
سر ببر او ځان خیرن کئ
ستاسو ټولو دغه کار دی
هم د مور او هم د پلار دی
د یتیم سترګې لمدې شوې
سم په اوښکو باندې سرې شوې
دا بې رحمه او بې دله
دا زړه کلکی له کافره
په دې وخت کې ورته وایي
په نفرت کې ورته وایي
دا د مکر اوښکي ګوره
تویوئ تاسو په زوره
خان روان یې شو له خوانه
یتیم ډیر شو سرګردانه
یتیم چغې کړې نارې کړې
بس الله ته یې ګیلې کړې
ولی وادې خیست پلار مانه؟
شــــولــم تنګ له خپله ځانه
دغه ظلم او ستم دی
دا زیاتی په ما د غم دی
#اتــــل ښه ویلی وو ماته
ته دا خلک پرېږه الله ته
ربه زه یې د زور نه یم
زور ښکاره کړه خان،باچا ته
لیکنه: اتل جان(حسن خېل)