Maaz Travel Service

Kabul Central Passport Department (MOI)🇦🇫په کابل ولایت کې د پاسپورټ د اخیستلو پړاوونهپاسپورټ یو له رسمي سفري اسنادو څخه ...
21/07/2024

Kabul Central Passport Department (MOI)🇦🇫
په کابل ولایت کې د پاسپورټ د اخیستلو پړاوونه

پاسپورټ یو له رسمي سفري اسنادو څخه دی چې د دولت لخوا خپلو اتباعو ته صادرېږي. د دې مهم سند لرونکي د خپل هویت د تثبیتولو او د دې سند په کارولو سره د نورو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک سپارلی شي. هغه افغانان چې پاسپورټونه او ویزې ولري د ځمکې او هوا له لارې نورو هېوادونو ته د سفر او ننوتلو اجازه لري. له پاسپورټ پرته بهر ته د افغانانو سفر به ناقانونه وګڼل شي چې په دې توګه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي. له همدې امله اړینه ده چې دا مهم سند د سوداګریزو سفرونو، ناروغۍ او کډوالۍ لپاره ترلاسه او د اړتیا په وخت کې د بهرنیو سفرونو په موخه وکارول شي.

په کابل ولایت کې پاسپورټ څنګه ترلاسه کېږي؟

غوښتونکی د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د لاندې پړاوونو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: غوښتنلیک

غوښتونکي د پاسپورټ د غوښتنلیک فورم د پاسپورټ عمومي ریاست په وېیبپاڼه (passport.moi.gov.af) کې په انلاین بڼه ډک او لېږي؛
پاسپورټ لپاره د فورمې د ډکولو لپاره د پخواني پاسپورټ د صادرېدو شمېره (که چېرې مخکې اخیستی وي)، د تذکرې سکن شوې بڼه او همدارنګه یو الکترونیکي یا سافټ انځور ته اړتیا ده؛
د انلاین غوښتنلیک له ډکولو وروسته، سېسټم غوښتونکي ته په اتومات ډول د د پاسپورټ عمومي ریاست ته د مراجعې نېټه او ساعت ټاکي؛
د غوښتنلیک له تایید او لېږلو وروسته غوښتونکي د انلاین سېسټم څخه د PDF په بڼه یوه فورمه ترلاسه او هغه چاپوي؛
غوښتونکی د پخوانی پاسپورټ او تذکرې کاپي، په 5x4 اندازه څلور قطعې انځورونه او که چېرې غوښتونکی له 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا ولي اجازه لیک چمتو کېږي؛
که چېرې غوښتونکی له 18 کلونو څخه کم وي، په لیکلي بڼه د پلار یا سرپرست اجازه لیک هم د پاسپورټ اخیستو لپاره چمتو کېږي؛
copy

20/07/2024

Afghanistan Passport 🇦🇫

16/07/2024

Kabul Central Passport Department (MOI)🇦🇫
د پاسپورټونو د ويش په برخه کې هيوادوالو ته ځانګړي اسانتياوي:

د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د موجوده ظرفیت لوړولو لپاره، د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې نوې څانګې کار ته چمتو او سبا چهارشنبه به په رسمي توګه پرانیستل شي.

لومړۍ څانګه په دارالامان کې پخواني پارلمان ته څېرمه، دویمه یې په قلعه زمان خان کې د شاداب ظفر په بلاکونو او درېیمه یې په تنګي تره‌خېل کې د عد.لیې وزارت د حقو.قو ریاست په پخوانۍ ودانۍ کې موقعیت لري. هره څانګه به په ورځني ډول ۲زره متقاضیانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

هغه کسان چې لا هم د خپل نوبت څخه خبر نه دي، خپلې فورمې دې په سیستم کې وګوري، د ورکړل شوي نوبت له مخې دې پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او خپل پاسپورټونه دې ترلاسه کړي. ۱۵ ورځې وروسته به د پاسپورټ مرکزي ریاست انلاین سایټ په اونیز ډول خلاص او په یوه اونۍ کې به هغو ټولو ته رسېدنه کېږي.

له افغان پوسټ امار/تي شرکت سره د هوکړې پر بنسټ، تر کوره د پاسپورټ رسولو خدمتونه پیل شوي، چې په لومړي سر کې د سود.اګرۍ وزارت درنو غوښتونکو ته دغه خدمتونه وړاندې شوي او په نېږدې راتلونکې کې به دغه لړۍ ټول هېواد ته وغځېږي.

د بانکي تعرفو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره، د افغانستان بانک ترڅنګ په نورو بانکونو کې هم د تعرفو تحویلولو لپاره هڅې شوي او کارونه یې په وروستي پړاو کې دي، چې ډېر ژر به په دې برخه کې هم درنو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

هېوادوالو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه، د کاغذي پېژندپاڼو تایید څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوې او په عادي توګه خدمتونه وړاندې کوي. دغه راز د پاسپورټ او الکترونیکي پېژندپاڼو سیستم د وصلېدو تفاهم لیک لاسلیک شوی او کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.

د پاسپورت لوی ریاست د رهبرۍ او کارکوونکو د زیاتو هڅو په پایله کې په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر عادی شوی او په پاتې نورو ولایتونو کې هم عادي حالت ته د راګرځېدو په حال کې دی.

دغه راز د پاسپورټ ریاست، عاجلو ناروغانو، ملي سوداګرو، تحصیلي بورسونو ته بریالیو محصلینو، عمره کوونکو، په سرحدي پولو عبور کونکو موټروانانو، معیوبینو او معلولینو، د هوایي چلند ادارې پیلوټانو، اقامه او ویزه لرونکو هېوادوالو، دو.لتي کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته له ځنډ پرته په عریضو باندې هم اجراات کوي. همدارنګه حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر په بریالیتوب سره بشپړ او شاوخوا ۲۳زره حاجیانو ته په ډېر کم وخت کې پاسپورټونه ووېشل شول.

په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.
#پاسپورټ

اسلام وعلیکم دوستانو! هغه افغانان ورونه چی غواړی د پاکستان هیواد انلاین میډیکل ملټیپل ویزه واخلی په مناسب قیمت او په عاج...
30/06/2024

اسلام وعلیکم دوستانو!
هغه افغانان ورونه چی غواړی د پاکستان هیواد انلاین میډیکل ملټیپل ویزه واخلی په مناسب قیمت او په عاجل ډول په 30 کاری ورزو کی په زمواری سره نو معاذ ټریول سرویس ستاسو په خدمت کی ده
اړین اسناد
پاسپورټ سکن
تذکره سکن
سپین بیګرونډ عکس
نوټ : میډیکل ملټیپل انلاین ویزه مونږ په ډن بیس ډول هم اجرا کوو پیسی مخکی نه اخلو فقت پاسپورټ یا زموار راکولای شی
وتساپ شمیره : +491791876913

20/06/2024

اسلام وعلیکم
هغه افغانان ورونه چی غواړی د پاکستان انلاین میډیکل یا ټوریسټ ویزه واخلی په مناسب قیمت مونږ ستاسې په خدمت کی یو
میډیکل 3 میاشتنی ملټیپل ویزه
ټوریسټ 6میاشتنی ملټیپل ویزه
پاکستان انلاین ویزی په Done base هم سهولت موجود ده
نوټ : پاکستان انلاین ویزی لپاره اصلی او معیاري دعوت نامه سهولت موجود ده
وټساپ شمیره : 00923189338452

08/03/2024

اسلام وعلیکم دوستانو!🇦🇫🇵🇰
1)هغه افغانان ورونه چی د پاسپورټ نیټه یی ختمه شوی وی او غواړی چی خپل پاسپورټ نوی کړی یعنی د پاسپورټ نوی کتابچه واخلی نو معاذ ټریول سرویس ستاسو په خدمت کی دی
2)او سوک غواړی چی خپل پاسپورټ بار کوډ تمدید کړی بار کوډ تمدید 3کالو څخه تر 5 کالو پوری کیږی
3)که سوک پاکستان هیواد کی افغانان وی او غواړی چی په افغانستان سفارت کی پاسپورټ واخلی نو هغی لپاره برقی تذکره ضروری ده او یا زوړ پاسپورټ هم کار کوی
که سوک غواړی په افغانستان کی نوی پاسپورټ واخلی نو وتساپ ته راشی
وتساپ شمیره : +491791876913🇦🇫

08/03/2024

اسلام وعلیکم دوستانو!🇦🇫🇦🇫🇦🇫
هغه افغانان ورونه چی په بهر یعنی خارج (اروپایی هیوادونو ) کی میشت دی او غواړی چی لاندی ذکر شوی اسناد واخلي نو معاذ ټریول سرویس ستاسو لپاره یو باوری ځای دی
1)نکاح خط
2)تولد خط
3)زوجه خط
4)رضا خط
5)سرپرست خط
6)فوتګی خط
7)تذکره ترجمه انګليسي
Marriage certificate
birth certificate
Death certificate
نوټ : پورته ذکر شوی اسناد کی چا ته کم مشکل وی هر قسم مسله وی وتساپ ته راشی

وتساپ شمیره: +491791876913📞

Attention all students!The final (final) decision related to Allama Muhammad Iqbal's third round of 4500 educational sch...
15/02/2024

Attention all students!
The final (final) decision related to Allama Muhammad Iqbal's third round of 4500 educational scholarships will be announced in the next two days! 4500.

اړینه خبرتیا
د ټولو محصلینو د پام وړ!
دعلامه محمد اقبال دریم پړاو 4500 تحصلي بورسونو اړوند ورستۍ (نهایې) پریکړه به په راتلونکي دو ورځو کې اعلان شي!
نوټ :که سوک کم معلومات کول غواړی یا کومه ستونزه وی وتساپ شمیره ته میسیج وکړی
وتساپ : +491791876913

The wait is over ! Registration for 4500 Fully- Funded Allama Iqbal Scholarships (Phase-3) for Afghan Nationals started....
09/11/2023

The wait is over ! Registration for 4500 Fully- Funded Allama Iqbal Scholarships (Phase-3) for Afghan Nationals started. Application deadline is 30 November 2023. Applicants may apply online at : https://pakafghan.hec.gov.pk

America DV lottery 🇺🇸🇺🇸د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به ...
03/10/2023

America DV lottery 🇺🇸🇺🇸
د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.
انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به پخپله ثبت نام وکړئ.

د امریکا DV لاټرې به د روان 2023/10/04 تاریخ د پنځم په ورځ نوم لیکنه پیل شي. او د 2023/11/07 تاریخ د غرمې په 12 بجو به یې نوم لیکنه پای ته ورسیږي.
چي ټوتل به یې نوم لیکنه 33 ورځې وخت ونیسې. دا لاټرۍ به د 2025 کال لپاره وي.
او نتیجه به یې د 2024/05/04 مه نیټه اعلان شي.
چي تر 2024/09/30 تاریخ پوري باید خپلې نتیجې وګورئ کنه له هغې وروسته به ستاسو نتیجه له سیستم ووزي. او بیا نه شئ کولی چي خپله نتیجه وګوري چي تاسو بریالې یې او که ناکام.
چي ټوټل به 55000 کسان امریکا ته د تګ چانس ولري. ممکن له 55000 کسانو ډیرو نفرو ته لاټرۍ وخیږﺉ. خو ټول کسان به نه بیول کیږي. او صرف 55000 کسان به امریکا ته رسیږي.
د لاندې هیوادونو وګړې ورته نوم لیکنه نه شي کولي. ( بنګلدیش، برازیل، کاناډا، چین، هانګانک، کولمبیا، هند، جمیکا، مکسیکو، نایجریا، فلفین، سویلي کوریا، وینزویلا، ویتنام او پاکستان)
اړین اسناد چي د نوم لیکنې پر وخت ورته ضرورت ده.
1= نوم
2= تخلص
3= جنس ( نر یا ښځه)
4= د زیږون هیواد
5= ښار
6= عکس
7= موقعیت ( د اوسیدو ځای)
8= د تلیفون شمیره.
9= ایمیل ادرس
10= د زیږیدو نیټه
11= پاسپورټ یا تذکیره ( که کاغذي تذکیره وي هم نوم لیکنه کیږي)
مهم نوټ= کوشش وکړئ یو ځل نوم لیکنه وکړئ! که دوهم ځل مو نوم لیکنه وکړه. د تخنیکې وسایلو پر مټ مو دواړه نوم لیکنې ډراف ته ځي چي نتیجه به یی هم منفي وي.
د نومیکنې لپاره یو باوري او با تجربه ادرس انتخاب کړئ!
نوټ= د نوم لیکنې پر وخت ورته هیڅ ډول اسناد نه اپلوډ کیږي.
او کوم کسان چي په لاټرۍ کې بریالې شي. لږ تر لږه باید د دولسم اسناد (شهادت نامه) ولري.
هیڅ کله په نوم لیکنه کې عاجله مه کوئ! د نوم لیکنې لپاره کاپې وخت په لاس کې لرئ. او یو ښه او باوري ادرس ته مراجعه وکړئ!
که د DV لاټرۍ اړوند کومې پوښتنې لرئ په کمنټ کې یې ولیکئ!

Afghanistan Embassy Islamabad 🇵🇰 🇦🇫اسلام آباد کې د افغانستان سفارت څخه د پاسپورټ ترلاسه کولو په پار د انلاین ټوکن اخیستو...
20/09/2023

Afghanistan Embassy Islamabad 🇵🇰 🇦🇫
اسلام آباد کې د افغانستان سفارت څخه د پاسپورټ ترلاسه کولو په پار د انلاین ټوکن اخیستو طریقه: (https://islamabad.mfa.gov.af/index.php/appointment-request-guideline/)
۱- د سفارت رسمي وبسایټ (Islamabad.mfa.gov.af) ته مراجعه وکړئ.
۲- د (Appointment) بټنه کېکاږئ.
۳- د خدماتو لست څخه پاسپورټ انتخاب کړئ.
۴- سفارت ته د مراجعې نېټه او وخت وټاکئ.
۵- خپل اړونده معلومات (نوم، د پلارنوم، ایمیل اډرس..) ولیکئ.
۶- د (Continue) بټنه کېکاږئ.
۷- د وبسایټ پر پاڼه یو پیغام راځي: تاسو د پاسپورټ اخیستو ټوکن ترلاسه کړ.
۸- د سیسټم له لوري تاسې یو ایمیل ترلاسه کوئ چې پکې د ټوکن ګڼه، د مراجعې نېټه او وخت، سفارت ته د مراجعې پر وخت لازم اسناد او نور اړوند معلومات شامل دي.
۹- ټوکن کې پر ټاکل شوي نېټه او وخت سفارت ته د مراجعې پرمهال د ایمیل کاپي، د پاسپورټ فورمه او لازم اسناد له ځان سره راوړئ.

نوټ: یوازې هغه ټوکنونه چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۱۹ مې نېټې څخه وروسته ترلاسه شوي وي د اجراآ وړ دي.
په درنښت،.................................

دستورالعمل اخذ توکن آنلاین برای دریافت پاسپورت از سفارت امارت اسلامي افغانستان مقیم اسلام آباد
۱- به وبسایت رسمی سفارت (Islamabad.mfa.gov.af) مراجعه کنید.
۲- دکمه (Appointment) را فشار دهید.
۳- از لیست خدمات پاسپورت را انتخاب نمایید.
۴- تاریخ و زمان مراجعه به سفارت را انتخاب کنید.
۵- اطلاعات مربوطه خود (نام، نام پدر، ایمیل آدرس...) را بنویسید.
۶- دکمه (ادامه) را فشار دهید.
۷- در صفحه وبسایت پیامی ظاهر می شود: شما توکن پاسپورت دریافت کرده اید.
۸- ایمیلی از سیستم دریافت خواهید کرد که شامل شماره توکن، تاریخ و ساعت بازدید، مدارک لازم برای مراجعه به سفارت و سایر اطلاعات مرتبط می باشد.
۹- یک کاپی از ایمیل، فورم ویزه-خانه پرې شده و اسناد لازم هنگام مراجعه به سفارت در تاریخ و ساعت مشخص شده در توکن به همراه داشته باشید.

نوت: تنها توکن های که بعد از تاریخ ۱۹سپتمبر ۲۰۲۳ اخذ شده باشند قابل اجرا می باشند.

با احترام،

05/09/2023

Embassy of Afghanistan Islamabad 🇵🇰🇦🇫
اسلام علیکم دوستانو!
هغه افغانان ورونه چی پاکستان کی اوسیږی او POR کارډ ولری نو کولای شی چی په اسلام اباد کی د افغانستان سفارت کی د افغانستان نوی پریش پاسپورټ کاپي واخلې
شرایط:
۱)که زوړ پاسپورټ ولری نو هغه راوړل شرط دی
۲)پ و آر کارډ پکی شرط دی که نه پاسپورټ نه درکول کیږی
۳)برقی تذکره پکی شرط دی که نه وی نو باید کاغذي تذکره یی د وزارت امور خارجه څخه تاید شوي وي

Afghanistan passport 🇦🇫په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له خوا د پاسپورټونو وېش پیل شوید طالبانو ...
22/08/2023

Afghanistan passport 🇦🇫
په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له خوا د پاسپورټونو وېش پیل شوی
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل وایي، په ايران کې د افغان کډوالو د اړتياو د پوره کولو په موخه په تهران کې د افغان سفارت له خوا د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه وزارت وياند ضيا احمد تکل پر ټوېټر پاڼه ويلي، "دغه ګام د طالبانو د مشر د هغه فرمان په اساس اخيستل شوی چې ويلي يې وو، ټول وزارتونو او امارتي ادارې مکلفې دي چې د مراجعينو لپاره لازمي اسانتياوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پيدا کړي."
د نوموړي په وينا د پاسپورتونو د وېش پروسه د یوې غوره طرحې په بنسټ په بېلابېلو ګټګوريو کې ترسره کېږي چې اوس په لومړي پړاو کې نويو زیږېدلو ماشومانو ته د پاسپورتونو وېش پيل شوی او د ځانګړو شرایطو په رڼا کې به ورکول کېږي.
ښاغلی تکل زياتوي چې ډېر ژر به د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول پيل شي.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بهرنیو هېوادونو کې یې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو د اخیستو لګښت کم کړی دی.
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسې يې حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی او دا مهال افغان پاسپورتونه "د افغانستان اسلامي جمهوريت" په نامه چاپېږي.

Exit permit 🇵🇰🇦🇫🙏اسلام علیکم دوستانو 🇦🇫🇵🇰هغه افغانان ورونه چې اوس وخت په پاکستان کې بند پاتې دي او ویزه وخت یی ختم شوی و...
05/09/2022

Exit permit 🇵🇰🇦🇫🙏
اسلام علیکم دوستانو 🇦🇫🇵🇰
هغه افغانان ورونه چې اوس وخت په پاکستان کې بند پاتې دي او ویزه وخت یی ختم شوی وی غواړی په قانونی توګه خپل هیواد افغانستان ته لاړ شی نو مونږ ورته په عاجل ډول اګزیټ پرمټ اخلو په مناسب قیمت
24 ساعت نه مخکی مخکی ورته اګزیټ پرمټ اخلو
اړین اسناد
پاسپورټ سکن
تذکره سکن
سپین بیګرونډ عکس
ویزی سکن

وتساپ شمیره:0093765988336🇦🇫
وتساپ شمیره:00923189338452🇵🇰

Advance Eid Mobarak to all my followers 💐 💐 💐تازه دقیق او اخري راپور!د شوال میاشت ونه لیدل شوه، سباته به د روژې مبارکې د...
30/04/2022

Advance Eid Mobarak to all my followers 💐 💐 💐
تازه دقیق او اخري راپور!

د شوال میاشت ونه لیدل شوه، سباته به د روژې مبارکې دېرشمه روژه وي او بله ورځ به د کوچیني اختر لومړی ورځ وي.

خبرتیا:په سعودي عربستان کې دافغانستان سفارت او قونسلګرۍ به ددې مياشتې 26 تاريخ څخه د راتلونکي مياشتې تر 8 تاريخ (راتلونک...
27/04/2022

خبرتیا:

په سعودي عربستان کې دافغانستان سفارت او قونسلګرۍ به ددې مياشتې 26 تاريخ څخه د راتلونکي مياشتې تر 8 تاريخ (راتلونکې یکشنبې) پورې دکوچني اختر په مناسبت رسمي رخصت وي.

سفارت افغانستان در عربستان سعودی به مناسبت عید سعید فطر از تاريخ 26 اپريل تا تاريخ 8 می (یکشنبه آینده) رسماً تعطيل می باشد

(په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت)

Pakistan online visa 🇵🇰🇦🇫🖥️The embassy of Pakistan in kabul will be closed on 29april to 3 may due to Eid holidays
26/04/2022

Pakistan online visa 🇵🇰🇦🇫🖥️
The embassy of Pakistan in kabul will be closed on 29april to 3 may due to Eid holidays

د پاسپورټ عمومي ریاست خبرتیا!۱۹رمضان ۱۴۴۳۱غوایي ۱۴۰۱ټولو د پاسپورټ هغو غوښتونکو مراجعینو ته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې...
23/04/2022

د پاسپورټ عمومي ریاست خبرتیا!
۱۹رمضان ۱۴۴۳
۱غوایي ۱۴۰۱
ټولو د پاسپورټ هغو غوښتونکو مراجعینو ته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د پاسپورټ اخېستلو چارې نیمګړي پاتې شوي، انلاین فورمونه یې ډک کړی وي، بایمټریک یې پاتې وي، تعرفه او د مقام او ناروغانو احکام له ځان سره ولري خبر ورکول کیږي، چې راتلونکي اونۍ ۳م د غوایي۱۴۰۱ کال د شنبې ورځې ته؛ د نور کارونو پرمخ وړلو لپاره یاد ریاست ته مراجعه وکړي.
دغه راز د راتلونکي شنبې ورځې ته یوازې پورتني یاد شوي کسانو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه او کارونه یې پرمخ وړل کیږي او د نور هېوادوالو څخه مو هیله ده چې پرته له یاد شویو کسانو څخه د پاسپورټ ریاست ته را نشي.
د یادونې وړ ده چې د نورو ټولو هغو د پاسپورټ غوښتونکو هېوادوالو څخه هیله کوو چې پرته له دې د نور کسان ریاست ته یوازې د راتلونکي شنبې په ورځ له تګ، راتګ او ګڼې ګوڼې جوړولو څخه ډډه وکړي.

د انلاین ویزو په اړه!ډېر زیات احتیاط کوئ، د پاکستان سفارت د ویزو سخت والي له امله یو شمیر پاکستانی کمیشن کاران را پیدا ش...
11/04/2022

د انلاین ویزو په اړه!

ډېر زیات احتیاط کوئ، د پاکستان سفارت د ویزو سخت والي له امله یو شمیر پاکستانی کمیشن کاران را پیدا شوي، دوی ځانونه د سفارت یا بلې ادارې کارکوونکي معرفي کوي. دوی تاسو ته وايي چې موږ ستاسو ویزې راباسو او د مصرف یو څو فیصده پیسې موږ ته اډوانس یا پېشکي راکړئ.
د اصلي ویزو اخیستلو لپاره موږ یو ځل مخکې هم تاسو سره معلومات شریک کړي وو، خو د دې لپاره چې یو ځل بیا پوه شئ لاندې معلومات وګورئ.

د ویزو په اخیستلو کې ډېر احتیاط کوئ، په ۱۰۰ کې ۹۵٪ جعلي ویزې یو شمېر بې وجدانه کمېشن کاران خلکو ته ورکوي.

څنګه وکولئ شو جعلي ویزې وپېژنو:

۱. هر نوی ثبت نام ځان ته یو د مسلسل (Tracking ID) نمبر لري، کله چې تاسو ویزه ثبت کړئ دغه د مسلسل نمبر ستاسو ایمیل ته درځي.

۲. د ویزو راتلو په وخت یو بل د اپروول یا رد ایمیل تاسو ته درځي.

۳. تاسو باید دقیق واوسئ چې په ویزه کې د مسلسل نمبر، د ثبت نام تاریخ او د ویزې د راتلو تاریخ یو رقم دي.

۴. هیچا ته بغیر د دغو دواړو ایمیلونو له لیدو پیسې مه ورکوئ.

۵. که څوک تاسو ته وايي ایمیل نه راځي دروغ وایي.

۶. که تاسو ته د ویزو ثبت نام کوونکی ناشناخته او ناپېژنده وي ورته ووايئ چې تاسو ته د هغه سایټ ویډیو ولېږي په کوم کې چې ستاسو ویزه موجوده وي، یعني په ویډیو کې دې ویزه ډانلوډ او تاسو ته خلاصه کړي.

دا خبر ډېر مهم دی، ټول یې شریک کړئ.

Address

Kabul Daraz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Maaz Travel Service posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Maaz Travel Service:

Share

Category


Other Travel Companies in Kabul Daraz

Show All