د "الله اکبر" کابل مېشت ملیونري کاروان
ملیونونه کابل ښاریانو تېره شپه د آسمانونو مالک ته د پردي پالو پر وړاندې د ګیلې او کرکې ناره اوچته کړه.
دوی ټولو په "الله اکبر" نارې سره ملي ځواکونه وهڅول او د طالبانو پر وړاندې یې ملي قیام اعلان کړ.
یاده دې وي چې افغانان له جګړو ستړي دي او د هېڅ ډول تاوتریخوالي پر وړاندې نور چوپ نشي پاتې کېدلی.
#دریځ
#الله_اکبر
پل الوځوونکی طالب نیول شوی
ولسي خلکو يو طالب د ماين ايښودلو پر مهال لاس په لاس نيولی او شکنجه کوي یې.
د مالوماتو له مخې طالب غوښتل چې د پکتيکا ولايت، اورګون ولسوالۍ د شاتورو په سيمه کې يو پل ته ماين کېږدي.
ویل کېږي تر دې مخکې هم د اورګون په ولسوالۍ کې يو لوی پل طالبانو تخريب کړ.
#دریځ
د لر او بر افغان ناره
د عثمان کاکړ پر جنازه را ټول شوي ټول پښتانه قومونه د لر او بر نارې وهي. دوی ټولو په یوه خوله د آزاد او خپلواک افغانستان ناره وهله.
#دریځ #لراوبر #لوی_افغانستان
یو شمېر پارېدلي کسان د وردګو ولایت د احصائیې ملي ادارې لوحه ړنګوي
یو شمېر پارېدلي کسان د وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د احصائیې ملي اداره لوحه ړنګوي.
د وردګو ولایت د احصائیې رییس حامد شیرزاد دا کار غندلی او وایي، یاد کسان به ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کړي.
د مجیب نننۍ تاریخي ۵ ویکټې
د ملي لوبډلې تنکي لوبغاړي مجیب ځدران نن په په بېګ باش کې د خپلې لوبډلې لپاره د شل اوریز کریر تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه کې ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
بدمرغي یې دا وه چې لوبه یې وبایلله.
محمد نبي ورته لیکلي:
"آفرین بچیه، ښکلې توپ اچونه دې وکړه"
#دریځ
#سپورټ
#نړۍ
#ویاړونه
بېګ باش کې د راشد برید کوونکې لوبه
راشد خان پرون په بېګ باش کې خپلې لوبډلې ته په دواړو (توپ وهنه او توپ اچونه) کې ښه وځلېد او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
#دریځ
#سپورټ
#نړۍ
#افغان_ستوری
د يوه پولیس لخوا د یوې ښځې د وېښتانو پرې کول
په ټولنیزو رسنیو کې دا ویډیو لاس په لاس کېږي او ادعا شوې چې د مصطفی پغماني په نوم یو برحاله پولیس د یوې ښځې وېښتان پرې کوي او په خطاب کې ورته وایي:
"زما موبایل نه ځوابوې ها"
ویډیو کې ښکاري چې پولیس له سپکاوي ډک الفاظ هم کاروي.
#دریځ
د جګړې ښکېلو لوریو ته د یوه ماشوم معصومانه فریاد.
د بنیامین په نوم دغه تنکی ماشوم په ژړوغونې لهجه له ولسمشر او طالبانو نه غواړي چې سوله وکړي.
دغه ماشوم د سید محمد هوتک په نوم د یوه وژل شوي کومانډویي سرتېري زوی دی.
#دریځ
د پریټي زینتا خوږه پښتو واورئ.
په آی پي ایل کې د پنجاب لوبډلې مالکه پریټي زینټا په خپله خوږه لهجه پښتنو ته په پښتو ژبه باندې په کور د تم کېدو پیغام لري.
#دریځ
ډېر ژر..
سرتېری: له نظامي درېشئ پرته هېڅ را پاتې نشول.
سرتېری: یوازې نظامي دریشي را پاتې ده، ټوله کورنۍ مې شهیده شوه،
څار/د پروان ولایت اوسېدونکي دغه سرتېري د تېرې اونۍ په سېلابونو کې د خپلې کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي. نوموړی وایي چې د ښځې او وړکۍ لور په ګډون یې لس غړي شهیدان شوي دي.
#څار
ډېر ژر..