Mundigak Tours

Mundigak Tours Tour Guide, Tour Agent, Tour Operator. Experience Your Trip With Me To Afghanistan

بامیان، د غلغلې سوځېدلی ښار...د افغانستان فرهنګي میراث
20/02/2024

بامیان، د غلغلې سوځېدلی ښار...
د افغانستان فرهنګي میراث

زابل؛ افغانستان؛ ۱۹۷۰عد کندهار-کابل پر لار د څو بهرني سيلانيانو ګروپ عکس...Young hippies wandering on the Kandahar kabul...
04/01/2024

زابل؛ افغانستان؛ ۱۹۷۰ع
د کندهار-کابل پر لار د څو بهرني سيلانيانو ګروپ عکس...
Young hippies wandering on the Kandahar kabul road, Afghanistan, 1970s

۱۹۷۰ میلادی کال- کندهار - هرات لوی سړک1970 - Kandahar - Herat highway
04/01/2024

۱۹۷۰ میلادی کال- کندهار - هرات لوی سړک
1970 - Kandahar - Herat highway

افغانستان در سفرنامه یک گردشگر هلندی«فرانک برگ» یک توریست ۷۳ ساله هلندی است که در سال ۱۹۷۶میلادی به افغانستان آمد. او که...
04/01/2024

افغانستان در سفرنامه یک گردشگر هلندی

«فرانک برگ» یک توریست ۷۳ ساله هلندی است که در سال ۱۹۷۶میلادی به افغانستان آمد. او که در آن زمان ۲۵ ساله بود، سفر خود را با خودروی ژیان یا سیتروئن مدل 2CV4 از آمستردام هلند آغاز کرد و راهی ترکیه و خاورمیانه شد.

این گردشگر هلندی سپس به ایران آمد و در ماه می سال ۱۹۷۶ از مرز عبور کرد و به هرات رسید. سایت اطلاع‌رسانی و توریستی «rooziato» گزارش مفصلی از سفرنامه فرانک برگ منتشر کرده است که من فقط بخش افغانستان را با دوستانم هم‌رسانی می‌کنم.

وقتی فرانک برگ در دوره ریاست جمهوری داوودخان از ایران به مرز افغانستان آمد، یک افسر افغان با لباس محلی او را متوقف کرد. این افسر به موتور/ انجین خودروی گردشگر هلندی نگاهی کرد و برای بررسی آن اجازه خواست. سپس کاربراتور خودرو را تنظیم کرد تا ترکیب بنزین و اکسیژن را اصلاح کند.

هدف افسر افغان این بود تا فرانک برگ با خیال راحت بتواند با خودروی خود در مسیر‌های کوهستانی و مرتفع رانندگی کند. او به فرانک گفت که بنزین ما در افغانستان کیفیت خوبی ندارد اما از این به بعد بسیار مطمئن و اقتصادی رانندگی خواهید کرد. سپس افسر افغان به فرانک برگ گفت که به کشور زیبا و صلح‌آمیز ما خوش آمدید. فرانک که قبل از ورود به افغانستان به کشورهای زیادی سفر کرده بود، از لطف افسر افغان برای تعمیر موتور خودروی خود شگفت‌زده شد.

این توریست اروپایی، یک ماه را در افغانستان سپری و از شهر‌های هرات، قندهار، کابل و بامیان بازدید کرد. فرانک در ولایت بامیان متوجه شد که مردم محلی رفتار بسیار دوستانه‌ای دارند. آن‌ها به فرانک نشان دادند که چگونه در تنور‌های زیرزمینی نان می‌پزند.

فرانک سپس به دریاچه بندامیر رفت و در آنجا با مناظر خیره‌کننده‌ای مواجه شد. فرانک در این سفر از مناطق مختلف افغانستان از جمله تندیس بودا در بامیان و بندامیر عکس تهیه کرد.

این توریست خارجی پس از یک ماه حضور در افغانستان به پاکستان، هند و نپال رفت و سپس دوباره به ایران و خاورمیانه آمد و از آنجا راهی اروپا شد. سفر فرانک برگ یک‌سال طول کشید. او اکنون با انتشار تصاویر خود از سفر به کشورهای مختلف جهان، بهترین خاطرات را از سفر به افغانستان دارد.
مرادی

خبر ياست چي:منډيګک سيلاني شرکت د افغانستان د ستر ملت د کلتور، تاریخ، میراث او ښکلا ننداره او سيل درکوي.د افغانستان ۲۳۰ ت...
03/01/2024

خبر ياست چي:
منډيګک سيلاني شرکت د افغانستان د ستر ملت د کلتور، تاریخ، میراث او ښکلا ننداره او سيل درکوي.
د افغانستان ۲۳۰ تاريخي ابداتو ته سفر، تشريح او پېژندلو کي موږ تاسي ته لاندي خدمات وړاندي کوو:
۱- منظم، پر وخت او هوسا سپرلي او سفر
۲-د مسلکي تاريخپوهانو لخوا د تاريخي سيمو پېژندل او لارښود
۳-عکاس او ډرون کامره
۴-په وړيا توګه د تاريخي اثارو د مطالعې مواد او کتابونه
۵-تاريخي سيمو ته د تګ تر مخه د پروجيکټر د لاري د سيمي پېژندل او لارښود
۶-د منډيګک شرکت لخوا وړيا ډالۍ او تحفه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
دا ټول خدمات پر یوه ځای په مناسب قیمت زموږ په ځانګړې بسته کي ترلاسه کړئ.
د لا نورو مالوماتو او ګډون د پاره پر لاندي ادرسونو اړيکه ونيسئ:
☎️ 020-2560465
📲 +93(0) 0787523425
📧 [email protected]
🌐 www.mundigak.com
🏠 ۱۳ کور، شېر پور، کابل ښار افغانستان
ستاسي تجربې او وړانديزونه له موږ سره شریکه کړئ!
ـــــــــــــــ
Join us on our official social media
YouTube
https://bit.ly/33Ba4Fl
Instagram
https://www.instagram.com/afghanistan_travel/
X (Twitter)
https://twitter.com/mundigaktravel
TikTok
https://www.tiktok.com/
#کابل #تاريخ #سياحت #سيل #افغان-تاریخ #بودا #افغانستان #منډیګک

دکندهار د معروف اولسوالی لنډه معرفي:معروف ولسوالی دکندهارولایت په شمال ختیځ کی دکندهار ښار په  190 کیلومتری کی موقیعت لر...
14/08/2022

دکندهار د معروف اولسوالی لنډه معرفي:

معروف ولسوالی دکندهارولایت په شمال ختیځ کی دکندهار ښار په 190 کیلومتری کی موقیعت لری او له ډیورنډ فرضی کرښی سره د 160 کیلومتروپه اوږدوالی ګډه پوله لري ، سړک یی دارغستان ترولسوالی پوری 100 کیلومتره پوخ اوله هغه وروسته 90 کیلومتره یی خامه دی په 2006 میلادی کال کی دنفوسو مجموعی شمیریی 200,000 تنه اعلان شوی دی اودکلیو شمیریی 360 دی
معروف يوه غرنۍ سيمه ده چې درې عمده دری لری (دمعرووف ناوه ، ساليسون او علي جرګې ) معروف په خپله غیږه کی یو لوی رود لری چی په جغرافيه کې دارغستان رودپه نوم مشهوردی.
دمعروف ولسوالی عمده کرنیزمحصولات انګور، بادام، زردالو، غنم، تنباکو، او نور دي.
دمعروف ولسوالی داوبو عمده سرچینی دژمی اوپسرلی په موسمونوکی دارغستان په رود کی روانی اوبه اوهمدارنګه ترځمکه لاندی اوبه (کاریزونه ، چینی اوژوری برمی ) تشکیلوی
دمعروف ولسوالی داوسیدونکو عمده عاید دزراعت اومالداری څخه دی دکرنیزو محصولاتو له جملی څخه یی دآیته انګورو آب جوشی دهیواد اوګاونډیو هیوادونو په سطحه دلوړ کیفیت له کبله شهرت لری همدرانګه دنورولوړارزښت لرونکو میوه جاتو لکه بادام ، زردالو ، انځرواوانارو دتولید لوړظرفیت لری خوپه تیرو شلوکالونوکی دامنیتی ستونزو له کبله دغی ولسوالی ته لازم کار ندی شوی خودسیمی خلک دزراعت دمیکانیزه کولو اوپراختیا سره بی ساری مینه لری.

انالله واناالیه راجعوند کندهار د ارغسان د ترغاک نامتو سپين ږيری عبدالمجيد استاد له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه، هغه د ۷۰کالو ...
07/08/2022

انالله واناالیه راجعون
د کندهار د ارغسان د ترغاک نامتو سپين ږيری عبدالمجيد استاد له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه، هغه د ۷۰کالو په عمر پرون د بلوڅستان د پښين سرانانو کي د هجرت پر مهال پوري پرې او همهلته خاورو ته وسپارل سو.
هغه د پښتو او پښتنو په اړه شفاهي مالومات لرله او په دې برخه کي مشهور وو.
روح يې ښاد

12/07/2022

د ارغسان رود او باران

12/07/2022

د لوړې ډیم
د لوړي ډیم د کندهار ولایت په ارغسان اولسوالی کښي موقعیت لري. دا ډیم د ا فغانستان د ولسمشر داود خان په وخت کښي پلان شوی وو خو متاسفانه تراوسه هم نه دی جوړ شوی. که چیری دا ډيم ته 50 متره ارتفاع ورکړل شي نو دا ډیم به 25 میلون متره مکعبه اوبه ځای کړي. د دي ډیم په جوړيدو سره به د ارغسان ،دامان، معروف او تخته پل اولسوالیو ځمکي ابادي شي. د دي ډیم واټر شیډ مساحت 21367 کیلو متره مربع دی. او همدارنګه دي ډیم ته د 7 ولایتو لکه پکتیا ، پکتیکا ، غزني، زابل، لوګر، وردګ او په خپله کندهار ولایت د باران او واري اوبه راځي. په دي ويډیو کښي تاسو ته د ترنک ابي حوضي په اړه هم معلومات درکول کیږي.

نوټ:
په ويډیو کښي ټول معلومات د هیڅ اورګان څخه نه دي اخستل شوی بلکی ټول معلومات موږ خپله د مختلفو سافټویرونو لکه (ARC MAP, Google earth, Google Sketch up, AutoCAD) په مرسته لاسته راوړي دي

Enayat Shams Construction Company څخه

د کندهار په سوېل کي د ارغستان پر سیند د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي او ۹ متره سور پل چي د بده مرغه کارونه يې بشپړ نسول.
29/05/2022

د کندهار په سوېل کي د ارغستان پر سیند د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي او ۹ متره سور پل چي د بده مرغه کارونه يې بشپړ نسول.

د ارغسان د ترقاق د خټکیو د کلي ښادي خان پوپل ومړ.نوموړی نن د پښین په سرانانو کي خاورو ته وسپارل سو، روح یې ښاد
19/04/2022

د ارغسان د ترقاق د خټکیو د کلي ښادي خان پوپل ومړ.
نوموړی نن د پښین په سرانانو کي خاورو ته وسپارل سو، روح یې ښاد

د کندهار د ارغسان په سردره کلي کي د عبدالغفور خان دراني د نیکه کلا، ٢٠٢٠عکاس: انجینر قسیم جسیم
18/03/2022

د کندهار د ارغسان په سردره کلي کي د عبدالغفور خان دراني د نیکه کلا، ٢٠٢٠

عکاس: انجینر قسیم جسیم

معروف، کندهار افغانستاند پروټ نیکه قبر په دې اړه نور مالومات لرئ؟
05/03/2022

معروف، کندهار افغانستان
د پروټ نیکه قبر
په دې اړه نور مالومات لرئ؟

معروف، کندهار افغانستان:د کندهار د معروف اولسوالي چي نه ښوونځی، نه روغتون نه سړک او نه هم د ژوند نوري اسانتياوي لري.د مع...
05/03/2022

معروف، کندهار افغانستان:

د کندهار د معروف اولسوالي چي نه ښوونځی، نه روغتون نه سړک او نه هم د ژوند نوري اسانتياوي لري.

د معروف اولسونه وايي چي له ارغسانه تر معروفه سړک يوازي ۸۵کيلو ميتره دئ چي پخول ئې اسانه او بيخي لږ مصرف غواړي، ددي خوار اولس غم بايد وخوړل سي.

دلته ددې اولسوالۍ د وسايلو درک له دې البومه وه ارزوئ!

23/02/2022

د يوه تاريخي متل شاليد:
خلک له سقاویانو بيریږي، کونډه له خپلو لمسيانو بيریږي.
د ارغسان د سپيني ګاري نامتو متل، نور ويډيو کي
ږغ: سعيد لودين
ټولونکي: نافع همت
سرچينه: عبدالاحد سرتيپ

 :۱ برخه:دبلا ژړی ډاکټر نثار احمد صمد در پېژنم:ډاکټر نثار احمد صمد (1955 ز. - ) يو افغان څېړونکی، ژباړن او ليکوال دی. د ...
23/02/2022

:
۱ برخه:
دبلا ژړی ډاکټر نثار احمد صمد در پېژنم:
ډاکټر نثار احمد صمد (1955 ز. - ) يو افغان څېړونکی، ژباړن او ليکوال دی. د هغه يو شمېر کتابونه چاپ او خپاره سوي. همداراز يې يو شمېر ليکنې په بېلابېلو افغاني ورځپاڼو او مهالنيو کې هم خپرې سوي.
مخينه او زده کړې
نثار احمد صمد په ۱۳۳۴ لمريز کال چې د 1955 ز. کال سره سمون خوري، دی د رشيدخان الکوزي لمسی دی چي دارغسان د بلا ژړي دی، د دوی په کورنۍ کي عزيزالله واصيفي نوموتي سړی وو چي د لوی جرګې ريس وو. دی په کندهار کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د خپلې سيمې په ښوونځي کې ترسره کړي او دويمې زده کړې يې د ميرويس نيکه په لېسه کې بشپړې کړي. په 1981 ز. کال کې د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي څخه فارغ سوی.
ليکلي او ژباړلي آثار
فاجعه قرن ما - ډګروال محمد يوسف او جګړن مارک اډکين
د لستوڼي مار، بروس رېچرډسن
د افغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ - پروفيسور لوډويک آډاميک
از بين بردن تفاوت ها - وحيد سرور او زرڅانګه پوپل
د توپيرونو له منځه وړل - وحيد سرور او زرڅانګه پوپل
بوش په جنګ کې - باب وډوارډ
اسراييلي تبليغ ډله او د امريکا بهرنۍ تګلاره - سټېفن والټ او جان مير شايمر
درغل دولت - ويليم بلوم
افغانستان، سياسي کمزوري - ډاکټر نبي مصداق
د آزادۍ بيه د افغانستان وير - سيد قاسم رښتيا
اسراييل په فلسطين کې
شېرشاه او د هغه عصر - کالکارنچن قانونګو
پښتو ليک لوست
د پورتنيو نومېدلو کتابونو تر څنګ د نوموړي يو شمېر ليکنې په مجاهد ولس، دعوت، افغان رساله او آينه افغانستان کې خپرې سوي.

يادونه: که تاسي نور نوميالي پېژنۍ، موږ ته وليکئ!

د کلک نور محمد کلا:" د ارغسان د محمدزو د کلی په جنوب کی یوه ډیره زړه او تاریخی کلاه ده چي د زړې کلاه او یا هم نورمحمد خا...
23/02/2022

د کلک نور محمد کلا:
" د ارغسان د محمدزو د کلی په جنوب کی یوه ډیره زړه او تاریخی کلاه ده چي د زړې کلاه او یا هم نورمحمد خان پوپلزي کلا په نامه یادیږی او ورسره کلی هم په رسمی ډول د نور محمدخان دکلاه په نوم یادیږی دسپینږیرو په وینا کله چی سردار محمد ایوب خان د امیر عبدالرحمن خان په مقابل کی بغاوت وکړی نو سرتیپ محمودخان چی دسردار محمد ایوب خان دمیوند دجنګ ملګری وو دسردار محمد ایوب خان ملاتړ وکړ او دامیر عبدالرحمن خان دپوځ لخوا دغه کلاه چی دسرتیپ محمودخان کورنی دلته اوسیدل ددو خوا څخه یعنی د دخترانی د غره او دبالایی کلی له خوا څخه دتوپونو دګولیو(مرمیو) تر حملی لاندی راغله چی په نتیجه کی یی کلاه رنګه سوه او سرتیپ محمود خان دخپلی کورنی سره دخپلی کلاه او سیمی پریښیدو ته مجبوره سو او په کوزه پښتونخوا دیرو کی دژوند ترپایه هلته پاته سو او دمرګ وروسته یی جنازه دمحمد اسلم خان چی دسرتیپ محمودخان مشر زوی وو ارغسان ته راوړل سول او د محمدزو په هدیره کی خاورو ته وسپارل سو او په دغه کلاه کی بیا چا ژوند نه دی کړی او تر اوسه یی برجونو او دیوالونو د یو تاریخی اثر او انځور په حيث خپل عظمت دلاسه نه دی ورکړی".

 #ارغسان،  #کندهار، ۲۰۲۰: د  #ارغسان اولسوالى د څوپانزى کلى د لوړى رود څو جالب عکسونه ....رالېږونکی او عکاس: سراج الحق و...
23/02/2022

#ارغسان، #کندهار، ۲۰۲۰:
د #ارغسان اولسوالى د څوپانزى کلى د لوړى رود څو جالب عکسونه ....
رالېږونکی او عکاس: سراج الحق ویسال
که تاسي د خپلو کليو ورته عکسونه لرئ، موږ ته يې واستوی.

کندهار، ارغسان د امارت کلا چي ځايي خلګو کي د شاه امان الله په کلا يادېږي.امارت کلي د ارغسان په لويديځ کي دئ.ددې کلا اړون...
23/02/2022

کندهار، ارغسان د امارت کلا چي ځايي خلګو کي د شاه امان الله په کلا يادېږي.
امارت کلي د ارغسان په لويديځ کي دئ.

ددې کلا اړوند نور مالومات څوک لري؟

23/02/2022
11/02/2022

۱۹۵۷، کندهار جشن:
دې جشن کي د کندهار والي عبدالغني خان ګردیزی د شهيدانو څلي ته روان ښکاري.
غني خان د کندهار په ښار کي ډېري ودانۍ جوړي کړي او کندهاريان به يې تل منندوی وي.
1957, Afghanistan. Kandahar Celebration:

07/02/2022

د پښتنو او بلوڅو سره د ظلمونو په اړه د استاد اولمیر سندره، ١٩٧٤

29/01/2022

افغانستان په ۶۰ليسزه کي/Afghanistan in 60’s

28/01/2022

زایپال پاچا څوک وو؟
د غزنی لویکان امپراتورۍ اخري هندو پښتون پاچا او لومړی مسلمان پښتانه امپراتور څوک وو؟
د کابل هندوشاهي په اړه دروغ څه دي؟
دا ټول پدې ویډیو کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریک کړئ.

26/01/2022

په لندن کي د سردارمحمد داودخان په اړه غونډه:
ويناوال:
داکتر رحیم شیرزوی د مرحوم داوودخان د جمهوریت د دورې پر مهال په پاکستان کي لوی سفیر:

هغه يو ځای وايي:
«... د اسلام اباد په هوایي ډګر کي کله چی شهید داودخان د ذالفقار علی بهتو سره خدای پاماني کوله، ذالفقار علي بهتو د داودخان په لاسو ور ټیټ سو، غوښتل یې د داود خان لاسونه مچ کړي، ولي داود خان هاغه دې کار ته پرینښود چي د ده لاسونه ور مچ کړي.
همدا راز داکتر شیرزوی زیاته وي، د اسلام اباد په بین المللی هوایی ډګر کي د افغانی هیت د طیاری د نه اماده کیدو له امله ښاغلی ذالفقار علی بهتو د داودخان او زما څخه خواهش وکړ چي د څو دقیقو لپاره به قدم ووهو، داودخان د ذالفقار علی بهتو خواهش و مانه او موږ تر څو چي طیاره اماده کیده په میدان هوایی اسلام اباد کي په قدم وهلو شروع وکړه، ذالفقار علي بهتو داوودخان ته وویل چي دکابل څخه څو نفره هلکان دلته راغلی و هغوی په افغانستان کي خرابی هم کړې ده که تاسو یې غواړي زه دا هلکان ستاسو پلاس کي درکوم...»

26/01/2022

سردار محمد داود خان څوک وو؟

24/01/2022

Последний советский солдат покидает Афганистан. Время. Эфир 15.02.1989
چي کله وروستی شوروي سرتېری ھم له افغانستانه ووتل. ۱۵.۰۲.۱۹۸۹

24/01/2022

Afghanistan 1982
افغانستان ۱۹۸۲ع

23/01/2022

کابل پوهنتون او ښار، ۱۹۷۰ع کال
آواز: احمد ولید جان اعتمادي
••• ═══ ༻✿༺ ═══ •••
◀️د نورو ورته ويډيوګانو د پاره زموږ يوټيوب: https://bit.ly/33Ba4Fl او زموږ پاڼه:☚ mundigak.com

21/01/2022

د نړۍ لومړۍ چورلکه/هيليکپټر د الوت پر مهال، ۱۹۲۰
چورلکه يو ډول الوتکه ده چي وزرونه نه لري او يوازې د پره لرونکي څرخونو په مرسته چي په يوه يا څو محوري وزرونو (rotors) پوري مښتې دي څرخېږي او همدا څرخي سېک هوا ته د چورلکي د پورته کېدلو سبب گرځي.

Address

Sherpor
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mundigak Tours posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mundigak Tours:

Videos

Share