Hewad Group of Services هیواد خدماتی ګروپ

Hewad Group of Services      هیواد خدماتی ګروپ We are at service 24 hours, all around the country

29/12/2022
د پاکستان انلاین نارمل یو کلنه ویزهشرایطدعوت نامه سپین بګروند والا عکسپاسپورټ سکنتذکری سکنواټسپ: 0787078621
18/07/2022

د پاکستان انلاین نارمل یو کلنه ویزه

شرایط
دعوت نامه
سپین بګروند والا عکس
پاسپورټ سکن
تذکری سکن

واټسپ: 0787078621

04/07/2022

د تورخم دروازه تر نامعلومې نېټې پورې د هغو افغانانو پر مخ خلاصه شوه چې غوښتل يې د تذکرې له مخې هېواد ته راستانه شي.
د تورخم کمیسار مفتي سید غازي‌الله هاشمي وایي، پاکستان لوري ته د بند پاتې افغانانو ستونزه هواره شوې او کولای شي چې په تذکره له ډيورنډ فرضي کرښې راتېر شي.
کمیسار وایي، له پاکستاني لوري سره دې پايلې ته رسېدلي چې بند پاتې افغانانو ته اجازه ورکړي او په خبره یې ټاکلې نېټه نه ده معلومه چې تر کله به دا کار دوام وکړي.
کاپی
تاسو هم دا پوست شیر کړی تر څو ناخبره هیوادوال مو خبر شی.

 دورازه بېرته خلاصه شوه، تګ راتګ دوام لري، تذکرو والا خلک کولی شي افغانستان ته راتګ وکړي، پوسټ درسره شریک کړئ تر څو مو پ...
04/07/2022



دورازه بېرته خلاصه شوه، تګ راتګ دوام لري، تذکرو والا خلک کولی شي افغانستان ته راتګ وکړي،

پوسټ درسره شریک کړئ تر څو مو پاکستان کی بند افغانان خبر شی.

خبرتیا !ټول هغه افغانانو ته چی پاکستان هیواد کی بند پاتي دی او غواړي چي په تذکرو باندی افغانستان ته لاړ شی خبر ورکول کیږ...
03/07/2022

خبرتیا !
ټول هغه افغانانو ته چی پاکستان هیواد کی بند پاتي دی او غواړي چي په تذکرو باندی افغانستان ته لاړ شی خبر ورکول کیږی چی نن یکشنبه د جولای مياشتي 3 نیټه هم د طورخم لاره په تذکره باندی خلاصه ده
زمونږ افغانان ورونه ،خويندي کولی شي چي هیواد ته په تذکره لاړ شي.

پوسټ شیر کړی تر څو ناخبره هیوادوال مو چی پاکستان کی بند پاتی دي خبر شی.

تازه خبر د تورخم دروازه د هغه هیواد والو لپاره چی په پاکستان کی بند پاتی و او په تذکره باندی خپل هیواد ته نشو راتللی نن ...
02/07/2022

تازه خبر
د تورخم دروازه د هغه هیواد والو لپاره چی په پاکستان کی بند پاتی و او په تذکره باندی خپل هیواد ته نشو راتللی نن دغرمی ورسته خلاصه شوه.

پوسټ شیر کړی تر څو ناخبره مسافر مو خبر شی.

تورخم نن ورځ:د ویزو د نشتون له امله اوس تورخم په مکمله توگه خالي ده، هغه مسافر چې ویزې لري پرته له درېدو پاکستان ته اوښت...
18/06/2022

تورخم نن ورځ:

د ویزو د نشتون له امله اوس تورخم په مکمله توگه خالي ده، هغه مسافر چې ویزې لري پرته له درېدو پاکستان ته اوښتی شي.

12/06/2022

دا معلومات شریک کړئ...!

د انلاین ویزو او دعوت نامو په اړه:

د خپل پاسپورټ عکس هېڅکله نا اعتباره خلکو ته مه لېږی، د پاکستان انلاین ویزو کې یوه لویه ستونزه دا هم ده چې یو ځل مو د پاسپورټ نمبر باندې د ویزو نوم لیکنې یوه برخه مخته یوړه بیا د دویم ځل لپاره نه جمع کېږي.

د پاسپورټ نمبر په اړه:
۱. نوي پاسپورټونه په P0 (د انگلیسی حرف پي او د حساب عدد صفر) باندې لیکل کېږي.

۲. پخواني پاسپورټونه په O (د انگلیسی حرف اوو) باندې لیکل کېږي.

:

د دعوت نامو خبره وروستیو کې ډېره ګرمه ده، خو د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو؛ د دعوت نامې هدف رسمي لیکل نه دي، بلکې په یوه عادي سپینه پاڼه هم تاسو کولی شئ خپل معلومات ولیکئ چې پکې لاندې معلومات په دقیق توګه لیکل شوي وي.

۱. پاکستان کې د خپلوانو نوم:
۲. د کور دقیقه پته لکه؛ (د کور نمبر، کوڅه نمبر سړک نمبر، ناحیه ولایت):
۳. د اړیکې شمېره:
۴. د دعوت کونکي ملت:
۵. دعوت کونکي سره څومره وخت تېروی:
۶. مبایل شمېره:
۷. د ویزو فورم باید په دقیق توګه ډک شي، د فورم ټولې خانې باید ډکې شي، خالي فورمونه هم ستاسو د ویزو چانس کموي.

#یادونه: دعوت کونکی افغان هم کېدی شي، چې ویزه پاسپورټ ولري، یا هم افغان کارت، کارت، ویزه او پاسپورت یا هم د پاکستانی اوسېدونکي CNIC ورسره ضمیمه کړئ.

دغه پورته معلومات ډېر ضرور دي.

کاپي

له نن وروسته د پاکستان د ويزې شرايط په لاندې ډول دي!د پاکستان ويزې تر لاسه کولو لپاره بايد د يوه پاکستاني لخوا دعوت درته...
07/06/2022

له نن وروسته د پاکستان د ويزې شرايط په لاندې ډول دي!

د پاکستان ويزې تر لاسه کولو لپاره بايد د يوه پاکستاني لخوا دعوت درته را وليږل شي چې بايد د دعوت کوونکي ځای، مبایل نمبر او د شناختي کارډ ټول معلومات چې پکې ليکل شوي وي اوسي، دا معلومات درسره شریک Share کړئ.

06/06/2022

پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې شرایط نور هم سخت کړل.
تاسې ویزې لپاره اړ یاست چې یو پاکستانی مو پاکستان ته دعوت کړي او هغه په خپله دعوتنامه کې درته خپل، ځای، ټلیفون نمبر، پاسپورټ او شناختي کارډ ټول معلومات ولیکي.

03/06/2022

بدو پسې بده ده!

تازه د پاکستان نادرا اداره له افغان ویزه غوښتونکو د پاکستان دعوت نامې غواړي، دا نو یو څه نوره هم سخته شوه خو له دعوت نامې اخیستو سره ویزه حتمن ورکول کیږي، دا پوسټ درسره شریک Share کړئ.

31/05/2022

ګرانو هېوادوالو جعلي ویزې بې حده زیاتې شوي، پام کوئ چې جعلي ویزې وانخلئ، تاوان یې همدا دی چې له تاسو تورخم نادرا دفتر کې پاسپورټ اخیستل کیږي او همغه پاسپورټ بیا بېرته درته په ۱۰ لس تر ۱۵ لس زره روپیو په بدل کې بېرته درکول کیږي، دا فساد له څو میاشتو راهیسې دوامداره تر ننه روان دی، نو مهمه ده چې جعلي ویزې وانخلئ او تګ مو په غیر قانوني ډول د پیسو په بدل کې مه ترسره کوئ، همدا تاوان به تاسې خپله ګالئ،
مونږ هر وخت له افغان مسؤلو چارواکو غوښتي چې افغانانو ته باید ویزې اسانه کړل شي، پوسټ درسره مخکې شریک Share کړئ.

دا ځل هیواد خدماتي ګروپ خپلو هیوادوالو ته ځانګړی تخفیف په پام کې لری.هیواد خدماتي ګروپ د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې.د وات...
27/05/2022

دا ځل هیواد خدماتي ګروپ خپلو هیوادوالو ته ځانګړی تخفیف په پام کې لری.
هیواد خدماتي ګروپ د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې.

د واتسپ او اړیکو.شمیری
۰۷۸۷۰۷۸۶۲۱
۰۷۷۸۷۲۹۹۲۳

د پام وړ خبرهغه افغان مهاجرین چې کارتونه یې نه دې نوی شوی  د هغوي لپاره یو ځل بیا د تمدید پروسه شروع کیږی۔ یاده پروسه به...
27/05/2022

د پام وړ خبر
هغه افغان مهاجرین چې کارتونه یې نه دې نوی شوی د هغوي لپاره یو ځل بیا د تمدید پروسه شروع کیږی۔ یاده پروسه به د را روانې شپږمی میاشتې د اول تاریخ نه شروع او د اوومې میاشتې تر اوله تاریخه به دوام وکړی۔
که د هر چا کارت نوی شوی نه وی ۔ دا ځل فرصت له لاسه مه ورکوی کارتونه مو ضرور نوی کړی ۔ او هرومرو خپل دوستان او عزیزان درسره خبر کړی۔
پوسټ درسره شئير کرئ۔ او نورو معلوماتو لپاره همدا پاڼه لايک کړئ۔
Gruop of Services

زیری :  که څوک غواړی چی د دوبی ویزیټ ویزی  د 1 میاشتنی او د 3 میاشتنی اویا د دوبی ازادی د کار ویزی تر لاسه کړی. نو هیواد...
24/05/2022

زیری : که څوک غواړی چی د دوبی ویزیټ ویزی د 1 میاشتنی او د 3 میاشتنی اویا د دوبی ازادی د کار ویزی تر لاسه کړی. نو هیواد خدماتی ګروپ ستاسو خدمت کی دی دیادولو وړ ده چی د پاکستان ویزی هم په مناسبه بیه اجرا کیږی.
د اړیکی او.واتسپ شمیری.
0787078621 / 0778729923

🎉زیرې زیرې زیرې🎉⚡اوس هیواد خدماتی ګروپ د پاکستان نارمل یو کلنه ویزه سل سلنه په ضمانت بدون له ریجکت (رد) کیدو او کم وخت ک...
20/05/2022

🎉زیرې زیرې زیرې🎉

⚡اوس هیواد خدماتی ګروپ د پاکستان نارمل یو کلنه ویزه سل سلنه په ضمانت بدون له ریجکت (رد) کیدو او کم وخت کې خپلو هیوادوالو ته وړاندی کوی.
🎁نوټ: پیسی پیشکی اخیستل کیږۍ.
☀ د اړیکی او واتسپ شمیره:

0787078621/ 0778729923

په سعودي عربستان کې د شوال میاشت نه دې لیدلي شوید ياد هيواد چارواکو په وینا، کوچني اختر به د راتلونکې دوشنبې (دريم) په و...
30/04/2022

په سعودي عربستان کې د شوال میاشت نه دې لیدلي شوی
د ياد هيواد چارواکو په وینا، کوچني اختر به د راتلونکې دوشنبې (دريم) په ورځ وي |
ماه شوال در عربستان سعودی ديده نشده، به گفته مقامات سعودی، عید سعید فطر روز دوشنبه (05/02/2022) اولین روز عید سعید فطر خواهد بود.

تازه دکابل پر وخت نن شپه اته بجې دسعودي عربستان دهلال کمیټه اعلان کوي چې سبا اختر شته او کنه, که میاشت ولیدل شوه سبا دیک...
30/04/2022

تازه
دکابل پر وخت نن شپه اته بجې دسعودي عربستان دهلال کمیټه اعلان کوي چې سبا اختر شته او کنه, که میاشت ولیدل شوه سبا دیکشنبې په ورځ د: ثور, په :11: نیټه به دکوچني اختر لومړۍ ورځ وي, ددغې کمیټي غړي وایې چې دځینو نښو او نښانو معلومیږي چې سږکال به یوه روژه کمه راشي, خو بیاهم د اعلان په طمعه کیږو چې څه کیږي, دسپوږمۍ دلیدو تر وخت مخکې هیڅ پریکړه نشي کیدلای.
وخت نن شپه اته بجې انشاءالله.
پر وخت به مو خبروم💕💕

ستاسو د معلوماتو او لارښوونې لپاره!۱. په انلاین فامیلي یو کلنو او شپږ میاشتو ویزو کې ستاسو د اقامت یا پاکستان کې د وخت ت...
14/04/2022

ستاسو د معلوماتو او لارښوونې لپاره!

۱. په انلاین فامیلي یو کلنو او شپږ میاشتو ویزو کې ستاسو د اقامت یا پاکستان کې د وخت تېروولو موده ۲ میاشتې یا ۶۰ ورځې ده. که چېرې تاسو غواړئ چې پاکستان کې له شپېتو ورځو زیات وخت تېر کړئ، خپلې انلاین ویزې په وخت تمدید کړئ.

۲. د مریضي ویزو د تمدید لپاره له تاسو څخه دوه اسناد لکه د ډاکټر تصدیق او د مریضي اسناد چې وښيي ویزو ته درخواست ورکوونکی کس په رښتیا مریض دی اړین دي.

۳. که ویزې تمدید نه کړئ او تاسو له ۶۰ ورځو زیات وخت پاکستان کې تېر کړئ نو تر ۱۴ ورځو جریمه نشته، مګر باید دې ۱۴ ورځو کې له پاکستان نه راووځئ. که ۱۵ نه تر ۲۸ ورځو زیات وخت تېر کړئ. تر ۵۰ ډالر جریمه کېږئ. که له ۲۸ ورځو تر ۳ میاشتو زیات وخت تېر کړئ ۲۰۰ ډالر جریمه کېږي. که له ۳ میاشتو تر یو کال زیات وخت تېر کړئ ۴۰۰ ډالر جریمه کېږئ.

۴. د دې لپاره چې له جریمو بچ شئ، لومړی په خپل وخت ټاپې لګوئ او که د زیات وخت د تېروولو هوډ لرئ، خپلې ویزې تمدید (Extension) ته اپلای وکړئ.

دا پوسټ د نورو د معلوماتو لپاره شریک کړئ.

هیواد خدماتی ګروپ ستاسو په چوپړ کی

10/04/2022

د انلاین ویزو په اړه!

ډېر زیات احتیاط کوئ، د پاکستان سفارت د ویزو سخت والي له امله یو شمیر پاکستانی کمیشن کاران را پیدا شوي، دوی ځانونه د سفارت یا بلې ادارې کارکوونکي معرفي کوي. دوی تاسو ته وايي چې موږ ستاسو ویزې راباسو او د مصرف یو څو فیصده پیسې موږ ته اډوانس یا پېشکي راکړئ.
د اصلي ویزو اخیستلو لپاره موږ یو ځل مخکې هم تاسو سره معلومات شریک کړي وو، خو د دې لپاره چې یو ځل بیا پوه شئ لاندې معلومات وګورئ.

د ویزو په اخیستلو کې ډېر احتیاط کوئ، په ۱۰۰ کې ۹۵٪ جعلي ویزې یو شمېر بې وجدانه کمېشن کاران خلکو ته ورکوي.

څنګه وکولئ شو جعلي ویزې وپېژنو:

۱. هر نوی ثبت نام ځان ته یو د مسلسل (Tracking ID) نمبر لري، کله چې تاسو ویزه ثبت کړئ دغه د مسلسل نمبر ستاسو ایمیل ته درځي.

۲. د ویزو راتلو په وخت یو بل د اپروول یا رد ایمیل تاسو ته درځي.

۳. تاسو باید دقیق واوسئ چې په ویزه کې د مسلسل نمبر، د ثبت نام تاریخ او د ویزې د راتلو تاریخ یو رقم دي.

۴. هیچا ته بغیر د دغو دواړو ایمیلونو له لیدو پیسې مه ورکوئ.

۵. که څوک تاسو ته وايي ایمیل نه راځي دروغ وایي.

۶. که تاسو ته د ویزو ثبت نام کوونکی ناشناخته او ناپېژنده وي ورته ووايئ چې تاسو ته د هغه سایټ ویډیو ولېږي په کوم کې چې ستاسو ویزه موجوده وي، یعني په ویډیو کې دې ویزه ډانلوډ او تاسو ته خلاصه کړي.

دا خبر ډېر مهم دی، ټول یې شریک کړئ.

کاپی

نن یکشنبه د 300 تنو پاسپورټونه د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته رارسيدلی.خپل نوم وګورئ او له خپلې اصلي تذ...
10/04/2022

نن یکشنبه د 300 تنو پاسپورټونه د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته رارسيدلی.
خپل نوم وګورئ او له خپلې اصلي تذکیرې سره هر سهار له 8بجو د ماسپښين تر 1وې بجې پوري د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته مراجعه وکړئ او خپل پاسپورټ ترلاسه کړئ‌.
درنښت

ښه خبر په ریاض کې د افغانستان سفارت د مشرتابه او همکارانو د هڅو په پایله کې، له ښه مرغه د یو شمېر ګرانو هېوادوالو د نقل ...
07/04/2022

ښه خبر
په ریاض کې د افغانستان سفارت د مشرتابه او همکارانو د هڅو په پایله کې، له ښه مرغه د یو شمېر ګرانو هېوادوالو د نقل معلوماتو دویم پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی او ټاکلی ده چې د سفارت په انګړ کې دوی باندې پاسپورټونه وويشل شي . له همدې امله د هغو ګرانو هیوادوالو نومونه چې په لیسټ کې شتون لري د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکي سې شنبې په ورځ د روژې 11 /1443 نېټه چې د حمل 23/ 1401نېټې سره برابره ده (مهالويش 11:00 د غرمې څخه دمخه) سفارت ته مراجعه وکړئ

په درنښت
په ریاض کې د افغانستان سفارت

خوشخبری
در نتیجۀ تلاشهای شبانه روزی رهبری و همکاران سفارت افغانستان مقیم ریاض، خوشبختانه اینک مرحلۀ دوم نقل معلومات تعدادی از هموطنان عزیز مؤفقانه صورت گرفته و قرار است پاسپورت های ایشان توزیع گردد.
بناءً از آنعده هموطنان عزیز که اسامی شان درج لیست میباشد، تقاضا به عمل می آید جهت اخذ پاسپورت های خویش، روز سه شنبه مورخ 11 رمضان 1443 هـ مطابق 23 حمل 1401 هـ ش (ساعت 11:00 قبل از ظهر) به سفارت تشریف آورده، ممنون سازند.
بااحترام
سفارت افغانستان مقیم ریاض

نن پنجشنبه د 200 تنو پاسپورټونه د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته رارسيدلی.خپل نوم وګورئ او له خپلې اصلي ت...
07/04/2022

نن پنجشنبه د 200 تنو پاسپورټونه د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته رارسيدلی.
خپل نوم وګورئ او له خپلې اصلي تذکیرې سره سهار له 8بجو د ماسپښين تر 1وې بجې پوري د لوګر ولايت مخابراتو رياست افغان پوسټ څانګې ته مراجعه وکړئ او خپل پاسپورټ ترلاسه کړئ‌.
درنښت

03/04/2022

درنو هېوادوالو!

روژه مبارکه او د ثوابونو میاشت ده، نو د همدې مبارکې میاشتې په خاطر ځینې مهم ټکي په پام کې ونیسئ.

۱. د ورځې په اوږدو کې په هېچا د خپلې روژې نیولو احسان مه کوئ، روژه په هر مومن مسلمان فرض ده او اجر یې الله (ج) سره دی.

۲. د ورځې په اوږدو کې یوازې په خپله خوله روژه نه، بلکې په خپلو اعمالو، خبرو او رفتار کې هم روژه ونیسئ.

۳. یوازې تاسو نه، ستاسو د کور ښځینه هم روژه نیسي، په هغوی سختي مه کوئ، د روژه ماتي په تیارولو کې د کور ښځینه غړو سره پوره مرسته وکړئ، په کار کې شرم مه کوئ.

۴. د روژه ماتي په وخت واړه ماشومان مه رټئ، هغوی ته هم خوند ورکوي چې له تاسو سره یو ځای ډوډی وخوري، که یې خواړه جدا او په مناسبو قابونو کې ورکړئ نو دا به مناسبه وي.

۵. د خپل شاوخوا ګاونډیو په حال ځان خبر کړئ، روزګار ډېر خراب دی شاید ستاسو په دسترخوان څو قسمه مګر ستاسو د ګاونډي په دسترخوان هېڅ ډول ډوډی نه وي، مرسته یې وکړئ خو خاص د الله (ج) د رضا په خاطر نه د ځان ښوودنې په خاطر. نېکي مو خدای (ج) هېڅکله له پامه نه غورځوي.

دا پوسټ له خپلو ټولو ملګرو سره شریک Share کړئ.

هیواد خدماتي مرکز ټولو هیوادوالو ته د مبارکې روژی میاشتی د راتګ مبارکې وایی.
01/04/2022

هیواد خدماتي مرکز ټولو هیوادوالو ته د مبارکې روژی میاشتی د راتګ مبارکې وایی.

Address

Kabul
1008

Telephone

+93790152281

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hewad Group of Services هیواد خدماتی ګروپ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category


Other Travel Companies in Kabul

Show All