03/09/2023
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپل فېسبوک لیکلي، چې د یاد غورځنګ درې ځوان غړي عیدالرحمن، زکیم خان او ګیله من وزیر د پېښور کور کمانډر په شخصي زندان کې ساتل کېږي او په قصدي ډول عدالت ته نه وړاندې کېږي: «له تېرو شلو کلونو راهیسې د ډالري جګړو مخالفو پښتنو ځوانانو سره په شخصي زندانونو کې ظلم او زیاتی روان دی.َ»