City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست

  • Home
  • City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست

City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست, Travel Company, .

11/05/2024
10/05/2024

هدف بعدی ؛
شنبه لاندې ولایتونه سل په سلو کې خلاصیږي.
✅ جوزجان
✅ فاریاب
✅ پروان
✅ کاپیسا
✅ پنجشیر
د تبدیلی لپاره موږ ته میسج وکړئ.

Travel Company

04/05/2024

د ټولو ولایتونو ورځینې ظرفیت
کابل 10000
ننګرهار 600
بلح 600
کندز600
خوست 600
کندهار 700
هرات 1200
پکتيکا 300
وردګ 200
پکتیا 200
پروان 200
بعلان200
بدحشان200
بامیان 200
بادغیس 200
ارزګان 200
هلمند 200
نيمروز 200
نورستان 200
لوګر 200
لعمان 200
کنړ200
جوزجان200
تحار200
پنجشیر 200

کاپيسا 200
فراه 200
فریاب 200
عور 200
غزنی 200
سمنګان200
سرپل 200
زابل 200
دايکندی 200

Travel Company

28/04/2024

د 2024 کال ډي وي لاټری د نتایجو لپاره زموږ د City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست لایک کړئ.
میسج وکړئ او خپله فورمه د واټ ساپ له لارې واستوئ.

Travel Company

27/04/2024
د خوست ولایت ظرفیت 300 کسانو ورسیده
24/04/2024

د خوست ولایت ظرفیت 300 کسانو ورسیده

24/04/2024

رحمان بابا وایې:

چې په حُسن تکبر درنه ونشې ای رحمانه
تورو خاورو کې پراته دي ډېر ګلونه

دا د ګُل غوندې مخونه به ټول وران شې
مرګ يوسف غوندې ښایست قبر ته يوړو

18/04/2024

د اسراییل او ایران کړکېچ، په نړیوال بازار کې د نفتو بیې راټیټې شوې د برینټ او متحده ایالاتو د خامو تیلو بیې راټیټې شوې

08/04/2024

سعودي عربستان اعلان کړی چې چارشنبې به د اختر لومړۍ ورځ وي. حرمین شریف پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي دي چې نن په سعودي عربستان کې نوې میاشت ونه لیدل شوه نو ځکه کوچنی اختر...

08/04/2024

سعودي عرب اعلان کړی چې میاشت ونه لیدل شوه او سبا (سې شنبه) اختر نه دی. د حرمین په نامه رسمي اېکس پاڼه لیکي، چې "د شوال میاشت ونه لیدل شوه، نو د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ چارشنبه د اپرېل پر لسمه ده." تاسې د اختر لپاره کومې ورځې ته چمتوالی نیولی و؟

بېړنی خبر:د سعودي عربستان د سپوږمۍ لیدلو کمېټه وایي، سپوږمۍ ونه ولیدل شوه، سبا د سې شنبې ورځ وروستۍ روژه ده او د «چهارشن...
08/04/2024

بېړنی خبر:

د سعودي عربستان د سپوږمۍ لیدلو کمېټه وایي، سپوږمۍ ونه ولیدل شوه، سبا د سې شنبې ورځ وروستۍ روژه ده او د «چهارشنبې» په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
کاپي

باید هر افغان ی واوري
08/04/2024

باید هر افغان ی واوري

9621 likes, 360 comments. Check out syed abdullah533’s video.

29/03/2024

فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ
نو چې كله ته وزګار یې، نو په عبادت کښي تكليف باسه؛

20/03/2024

8468 likes, 207 comments. “ 🤣🤣🤣🤣🤣🤣 ”

11/03/2024

د تراويح د لمانځه فضیلت:
د رسول الله ﷺ څخه يو کس پوښتنه وکړه چي د تراویحو د فضیلت په هکله څه وایي؟رسول الله ﷺ وفرمایل :

(1) : که چا د اولې شپې تراویح وکړې داسي د ګناه څخه پاکيږي لکه یو کوچنی چي د مور څخه تازه وزیږي.

(۲) : که چاد دوهمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ دغه کس او د دغه کس مور او پلار ته بخښه کوي.

(۳) : که چا د دریمي شپې تراویح وکړې تر عرش لاندي به یو ملکه ږغ پر وکړي چي الله ﷻ هغه مخکني ګناهونه در معاف کړل.

(۴) : که چا د څلورمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي د تورات، زبور، انجیل او قران کریم کتابونه ختم کړي.

(۵) : که چا د پنځمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي په مسجدالحرام ، مسجدالنبوی او مسجد الاقصی^بیت المقدس^ کي لمونځ وکړي.

(۶) : که چا د شپږمي شپې تراویح وکړې لکه پر بیت المعمور ^د ملایکو کعبه^ چي طواف وکڔی او هره ډبره او لوټه د ده لپاره مغفرت غواړي.

(۷) : که چا د اوومي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې داسي نصرت وکړي لکه د موسی ع ص سره چي یې د فرعون او هامان په مقابل کي وکړی.

(۸) : که چا د اتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ابراهیم ع غوندي شان او شوکت ورکړي.

(۹) : که چا دنهمي شپې تراویح وکړې لکه د رسول الله ﷺ غوندي عبادت چي وکړي.

(۱۰) : که چا د لسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د دنیا او اخرت خیرونه ور نصیب کړي.

(۱۱) : که چا د یوولسمي شپې تراویح وکړې داسی به د دنیا د ګناهونو څخه پاک وګرځي لکه یو کوچنی چي د مور څخه وزیږي.

(۱۲) : که چا ددولسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به یې مخ د څوارلسم سپوږمۍ غوندي سپین وي.

(۱۳) : که چا د دیارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر ضرر څخه په امن وي.

(۱۴) : که چا د څوارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به ملایکي پر ده د تراویح کولو شاهدي اداء کوي.

(۱۵) : که چا د پنځلسمي شپې تراویح وکړې د عرش او کُرسي ملایکی به درود ورباندي وایي.

(۱۶) : که چا د شپاړلسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ده ته د اور څخه خلاصون او جنت ته دخول ولیکي.

(۱۷) : که چا د اوولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د انبیاوو ع ص غوندي ثوابونه ورکړي.

(۱۸) : که چا د اتلسمي شپې تراویح وکړې د الله ﷻ ملکه به.ږغ پر وکړي چي الله ﷻ ستا او ستا د مور و پلار څخه راضي سو.

(۱۹) : که چا د نولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت الفردوس کي درجې ور لوړي کړي.

(۲۰) : که چا د شلمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د شهیدانو او صالحینو ثوابونه ور په برخه کړي.

(۲۱) : که چا د یوویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده لپاره په جنت کي د نور څخه یو کور جوړ کړي.

(۲۲) : که چا د دوه ویشتمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر غم او تکلیف څخه په امن وي.

(۲۳) : که چا د درویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده په نامه په جنت کي یو ښار جوړ کړي.

(۲۴) : که چا د څلورویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې څلورویشت دعاوي قبولي کړي.

(۲۵) : که چا د پنځه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ د قبر عذاب ور څخه پورته کړي.

(۲۶) : که چا د شپږویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د څلویښتو کالو عبادت ثوابونه ورکړي.

(۲۷) : که چا د اوه ویشتمي شپې تراویح وکړې پر پُل سراط به د برق په شأن تېر سي.

(۲۸) : که چا د اته ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت کي زر درجې ور لوړي کړي.

(۲۹) : که چا د نهه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به دیو کامِل قبول سوي حج ثوابونه ورکړي.

(۳۰) : که چا د دیرشمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ورته وفرمایي: اې بنده!
دجنت له میوو څخه خورک کوه ، د سلسبیل د اوبو څخه غسل کوه او د حوض کوثر د اوبو څخه څښل وکړه، زه ستا رب او ته زما بنده یې.

نو الله ﷻ دي موږ تاسو ټولو ته د ټولو تراویح کولو توفیق را په نصیب کړي و ما ذلک علی الله بعزیز.

10/03/2024

روژه ده لاندې مهال ويش د ژوند معمول وګرځوﺉ:
*په هرو دیرشو30 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‎‏- سهار : 4 مخه
‎‏- ماسپښین : 4 مخه
‎‏- ماځیګر : 4 مخه
‎‏- ماښام : 4 مخه
‎‏- ماخستن : 4 مخه
‎‏
*په هرو پنځلسو15 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‎‏‏- سهار : 8 مخه
‎‏- ماسپښین : 8 مخه
‎‏- ماځیګر : 8 مخه
‎‏- ماښام :8 مخه
‎‏- ماخستن : 8 مخه

*په هرو دولسو12 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‎‏- سهار : 10 مخه
‎‏- ماسپښین : 10 مخه
‎‏- ماځیګر : 10 مخه
‎‏- ماښام : 10 مخه
‎‏- ماخستن : 10 مخه

*په هرو لسو10 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‎‏- سهار : 12 مخه
‎‏- ماسپښین : 12 مخه
‎‏- ماځیګر : 12 مخه
‎‏- ماښام : 12 مخه
‎‏- ماخستن : 12 مخه
‎‏
*د لوړ عزم او همت والا کسانو لپاره*
*په هرو شپږو6 ورځو کي د ټول قرآن کریم د ختمولو طریقه*
‎‏- سهار : 20 مخه
‎‏- ماسپښین : 20 مخه
‎‏- ماځیګر : 20 مخه
‎‏- ماښام : 20 مخه
‎‏- ماخستن : 20 مخه

*دا پیغام د خپلو دوستانو او ملګرو سره هم شریک کړئ ځکه څومره کسان چي د قرآن کریم ختم کوي په ثواب کښي به یې ستا لپاره هم برخه وي❤️
نوټ: دا طریقه په پنځلس خطه قرآن کریم کی کیږی.

10/03/2024

د خوست پاسپورت امریت خبرتیا!
د خوست پاسپورټ امریت د پخوانی ځای (جرګو تالار) څخه نقل مکان کړئ فعلآ یې دفتر د تنظیم په حال کې دی. د مراجعینو هیله کیږي چی ترسبا انتظار وباسي سر له سبا به انشاالله خپلې چارې پیلوي.
د نوی دفتر پته! دولس سوه فامیلۍ د پوهنتون سرک

09/03/2024

خپل رب ته دې پناه وړه که څه هم ټولې دروازې دې پر مخ بندې مومې
چې کله نورو لاس درنه ونیو او ناهیلی شوې، نو دعاء کوه او پر هغه ذات پوخ باور لره چې دربار ته یې پناه وروړې او ډاډه اوسه چې د دعاء غشی هېڅکله نه خطا کېږي؛ حتما پر هدف لګېدونکی دی.

Travel Company

09/03/2024

*تغییرات در ظرفیت روزانه بایمتریک ولایات*

*ولایت های که ظرفیت روزانه آن 300 شده است 👇*

*⬅️ کندهار*
*⬅️ کندز*

*ولایت های که ظرفیت روزانه آن 200 شده است 👇🏻*

*⬅️ بلخ*
*⬅️ خوست*
*⬅️ ننگرهار*
*⬅️ فراه*
*⬅️ فاریاب*

*ولایت های که ظرفیت روزانه آن 150 شده است 👇*

*⬅️نمیروز*
*⬅️جوزجان*
*⬅️ تخار*
*⬅️بادغیس*
*⬅️ سمنگان*
*⬅️بامیان*
*⬅️بغلان*
*⬅️پکتیا*
*⬅️پکتیکا*
*⬅️دایکندی*
*⬅️غزنی*
*⬅️لغمان*
*⬅️لوگر*
*⬅️هلمند*

*ولایت های که ظرفیت روزانه 100 شده است 👇*

*⬅️ارزگان*
*⬅️پروان*
*⬅️پنجشیر*
*⬅️سرپل*
*⬅️زابل*
*⬅️غور*
*⬅️کاپیسا*
*⬅️کنر*
*⬅️نورستان*
*⬅️وردک*
*⬅️ بدخشان*

*ظرفیت ولایت هرات از 1500 تن به 700 تن در روز کاهش یافت*

Travel Company

09/03/2024

سلامونه او پیرزوینې مې ومنئ!
د پاسپورټونو د نواقصو په هکله مالومات!
اکثره دوستان چی پاسپورتونه واخلی او وروسته ورته مالومه شي چی پاسپورټ یې نواقص لري نو لاندې مالومات درسره شریک کیږي.
پوښتنه:- زما په پاسپورټ کې نوم غلط کړئ څه باید وکړم؟

ځواب:- کچیرې د فورم اشتهبا لرله او پاسپورټ ورباندې چاپ شوی وي نو د پاسپورټ مکمل محصول باید تحویل کړې او کچیرې د فورم تذکره دواړه یو شان وي او اشهبا د پاسپورټ ریاست څخه شوی وي نو که شل ورځې یې تیرې شوی نه وي د پاسپورټ قیمت ( ۱۰۰۰) زر افغانۍ د تحویلۍ په صورت کی درته نوی پاسپورټ درکوي. که چیرته یې وخت ډیر وتلۍ وي نو د مکمل محصول تحویلي ورباندی لازمه ده.

پوښتنه:- ما د تذکرې مطابق پاسپورټ اخیستی ده خو اوس غواړم په عمر کې تغیر راولم څه باید وکړم؟

ځواب:- د عمر تغیر د ملی احصایې ریاست کار دی اول به د هغه ځایه عمر اصلاح او بیا به د اصلاح په همغه مکتوب کاپی پاسپورټ هم تغیر کړې.
پوښتنه:- زما نوم اوږد دی څومره حروف د پاسپورټ په سیستم کې ځایېږي؟
ځواب:- د پاسپورټ سیستم په پاسپورټ کې د ۱۴ حروفو څخه نهایی تر ۱۸ حروفه ظرفیت لري. نو کوشش وکړئ په پاسپورټ کې اضافي ټکي (حاجی، مولوی، مفتی، ښاغلی) څخه تیر شئ صرف نوم مو ولیکئ او که کیږي نوم مو هم مختصر کړئ مثال (Haji Mohammad Rasool Khan) دا نوم داسې ولیکۍ (M Rasool Khan) .

پوښتنه:- ما په عربی اماراتو سفارت کې پاسپورټ اخیستی دی د زیږیدو ځای یې راته کابل لیکلۍ ده او اوس مې چی خپل ولایت کې پاسپورټ واخیستو نو د زیږیدو ځای راته خوست لیکلی ده ویزې ته خو کوم مشکل نلري؟

ځواب:- مخکې ساده پاسپورټونه هرچا د مختلفو ولایتونو څخه اخیستی دي چی په همغه پاسپورټونو ورته ویزې وتلي دي. او دغه کسانو چې هلته اماراتو، سعودی، قطر، بحرین، مسقط وغیره ملکونو کی پاسپورټورنه تمدید کړي دي چی همغه ولایت یې ورته لیکلۍ ده کوم چی اول پاسپورټ کې ورته لیکل شوی ؤ او اوس چی وطن ته راغلی دي او پاسپورټونه ورته نوی کیږي نو د تذکرې مطابق ورته خپل ولایت چاپ کیږي چې دغه ویزې ته هیڅ زیان نلري په شرط ددې چی په نوم سپیلینګ او عمر کې یې تغیر رانشي که په عمر کې یوه ورځ یا په نوم کې یې یو حرف تغیر راشي نو ویزې ته ستونزه پیښیږي.

پوښتنه:- زما پاسپورټ کې د پلار نوم پر ځای مې تخلص ورکړۍ ده او اوس رانه عربی ملکونه په پاسپورټ کې د پلارنوم غواړي څه باید وکړم؟

ځواب:- اکثره ملکونه د نوم او تخلص سره اشنا دي خو کله کله عربی ملکونه د تخلص پر ځای د پلار نوم غواړي نو په دغه صورت کې باید خپل پاسپورټ د پاسپورټ لوی ریاست کابل ته ور وړې چی د پاسپورټ په اخیري حصه کې درته د تایئد ټاپه ووهي چی په هغې کې نوم، تخلص، دپلارنوم، د نیکه نوم او عمر شامل وي.

پوښتنه:- ما تیرکال د پاسپورټ لپاره ټول مراحل خلاص ؤ بایومیتریک او پیسو تحویلي مې هم کړیوه خو اسناد مې پاسپورټ شعبې ته ندي سپارلي اوس څه باید وکړم؟

ځواب:- کوشش وکړئ د پیسو د تحویلۍ وروسته سمدستی بایومیتریک او اسناد مو پاسپورټ شعبې ته تسلیم کړئ. ځکه پاسپورټ او نورې ادارې ټولې مالی کال لري او حسابات یې د کال په پای کې تصفیه کیږي نو چی کال ورباندی تیر شي بیا یې پاسپورټ ریاست نه قبلوي ځکه د تصفیې څخه پاتی شي.
هیله ده چی سوالونه مو حل شوی وي .

Travel Company

06/03/2024

د DV Lottery نتیجه به د 04/05/2024 د پنځمې میاشتې په څلورم تاریخ اعلانیږي.

Travel Company

زیات امکان لري چې شنبه لاندې ولایتونو له پاره سايټ خلاص اوظرفیت ورکړي. دتبدلی لپاره له مونږ سره په تماس کې شئ. ننګرهار پ...
01/03/2024

زیات امکان لري چې شنبه لاندې ولایتونو له پاره سايټ خلاص اوظرفیت ورکړي.
دتبدلی لپاره له مونږ سره په تماس کې شئ.
ننګرهار
پروان
غزني
بلخ
هرات
کاپيسا
ميدان وردګ
#باوراوسرعت
#وړتیااودقت
#کاراوژمنتیا

Address


Telephone

+93776301032

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when City Travel Agency Khost سیټي ټریول ایجنسي خوست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Travel Agency?

Share