Travel W Tahir

Travel W Tahir Page travelling vlog

23/06/2024
17/03/2024

یوتھ کے مطابق اٹھارویں ترمیم صوبائی خودمختاری این ایف سی ایوارڈ پختونخوا نام دینے والے زرداری اسٹیبلشمنٹ کے پیداوار ہیں جبکہ پختونخوا میں دس سال صوبائی خودمختاری اٹھارویں ترمیم کو معطل رکھنے والاعمران نیازی انٹی اسٹیبلشمنٹ

عقل سره جنګ.

سبحان اللہ❤

12/02/2024

کم خلق چی زمونږ ده تاریخ نه نا خبره دی ده هغویده پاره

ما په ګروپ او فيسبک کښې ځيني خبرې واورېدې چې يو شان دي...
دغه خبرې ځکه کيږي چې اوسني ځوانان د تاريخ نه ناخبره دي....

څوک وائي چې دا ايمل خان د قیادت لامله وشول ، څوک وائي چې قام پرستو خپل لار پرېښی ده...

لومړۍ خبره خو دا چې ايمل خان لومړي ځل د چارسدې دا حلقه نده بايللې...
دا حلقه د ايمل خان نه مخکې اسفنديار ولي خان هم بايللې ده...

او که تاسو واياست چې ايمل خان غلط سياست کوي ، اسفنديار ولي خان غلط سياست کول نو ايا ولي خان بابا هم غلط سياست کول ؟؟؟

را وښاياست په دې ټول پاکستان کښې يو کس چې هغه دا ويلی شي چې ولي خان بابا غلط سياست کول...

ولي خان بابا فقط د پاکستان نه بلکه په نړيواله توګه يو ډېر معتبر سياستوال منلی کيږي ...

خو هم دا حلقه ولي خان بابا هم يو ملا ته بايللې وه او هغه ملا ښه په ښکاره اسټيبلشمنټ را وستی و...

عوامي نيشنل ګوند ښه منظم تنظيم لري ، په ټول پاکستان کښې يوازيني ګوند دی چې د Grass Roots پورې يې 85% کارکنان تعليم يافته دي ، عوامي نيشنل ګوند ښه ښکاره نظريه لري ، عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا لپاره ښه مترقي منشور هم لري ...

نو بيا ولې يې اليکشن بايلل ؟؟؟

ځيني خلکو به دا ويل چې عوامي نيشنل ګوند خپل ځان ، خپل وجود ، خپله نظريه ، خپل منشور اولس ته ندی ور رسولی...

نو دې اليکشن کښې خو دغه خبره هم نشي کېدی چې عوامي نيشنل ګوند د اليکشن نه هم څه يو کال وړاندې کلي په کلي ، بانډه په بانډه خپل کمپاين پېل کړی و او د پښتونخوا هر ګوټ ته يې خپل منشور ښه په تفصيل ورسول ...

نو کمی چيري و ؟؟؟

دا به هم درته وايم .....

بيا ځيني خلک وائي چې قام پرستو خپله لار پرېښې ده....

قام پرستو خپله لار کله پرېښې ده ؟؟؟

ستاسو په اند قام پرستو د ايمل خان په قيادت کښې لار پریښوده ؟
يا تاسو واياست چې قام پرستو د اسفنديار خان په قيادت کښې خپله لار پریښوده ؟؟؟

ښه سمه ده لږ وخت له به يې درسره اومنم چې اسفنديار خان هم غلط و او ايمل خان هم غلط دی...

کله چې د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ولي خان بابا و او صوبائي مشر يې اجمل خټک بابا و نو هغه وخت چا خپله لار پرېښې وه؟؟؟

ايا ولي خان بابا او اجمل خټک بابا هم په سياست او تنظيم نه وو خبر او يا ولي خان بابا او اجمل خټک بابا هم قام پرست سياست پرېښی و او لار يې بدله کړې وه ؟؟؟

د پاکستان جوړېده نه تر دې دمه که مونږ د عوامي نيشنل ګوند د تاريخ نه دا پينځلس کاله اوباسو نو دا نور تاريخ خو يې ټول د جيلونو ، مرګونو او بنديزونو ډک دی...

او دغه جيلونه ، مرګونه او بنديزونه ټول هم په دغه وجه وو چې کلک قام پرست سياست و...
نو هغه وخت پښتانه ولې قام پرستو سره نه ودرېده ؟؟؟

ښه بيا که د جيل خبره شي....

عمران خان فقط شپږ مياشتې جيل کښې وشوې او په ګوند يې لا بندېز هم نشته خو فقط يې ترې انتخابي نښان واخيستل چې بیرته به يې ورکړي ...

د عوامي نيشنل ګوند مشرانو خو کلونه کلونه جيلونه تېر کړي دي ، کلونه کلونه يې په ملک بدرۍ کښې تېر کړي دي ، په ګوند باندې مکمل بندېز لګېدلی و چې بيا يې نوی ګونډ جوړ کړل ...

نو پښتانه د دې هر څه په عکس العمل کښې هاغه وخت نيشنل ګوند سره ولې داسې نه ودرېده لکه نن چې عمران خان سره ولاړ دي ؟؟؟

خبره داسې ده چې ستونزه نه د ايمل خان په سياست کښې ده ، ستونزه نه د عوامي نيشنل ګوند په تنظيم کښې ده ، ستونزه نه د عوامي نيشنل ګوند په منشور کښې ده ، ستونزه نه د عوامي نيشنل ګوند په کمپاين او اولسي رابطه کښې ده...

ستونزه فقط د عوامي نيشنل ګوند په نظريه کښې ده ...

د هر سياسي ګوند يوه بنيادي نظريه وي او د عوامي نيشنل ګوند نظريه د پښتونخوا او پښتنو د مفاداتو تحفظ دی...

دا داسې نظريه ده چې مقتدر قوتونو ته په هېڅ صورت قبول نده او د دې يو ژوندی مثال اتلسم ترميم دی چې په‌ يو ځل حکومت کښې عوامي نيشنل ګوند پښتونخوا له دومره لويه او تاريخي آئيني ګټه راوړه نو که چيري دا ګټه عملي شي نو مقتدر قوتونه خو به تباه شي ...

مقتدر قوتونه په دې څيز ډېر ښه پوهيږي او هم دغه وجه ده چې مقتدر قوتونه مدام د عوامي نيشنل ګوند مخې ته څه نا څه خنډ جوړوي کله د مجاغدينو په شکل کښې ، کله د توالبانو په شکل کښې ، کله د حيدراباد سازش کېس په شکل کښې ، کله د ايم ايم ای په شکل کښې ، کله د ترهګرۍ په شکل کښې ، کله د پي ټي آئي په شکل کښې ، کله د مذاحمتي تحريکونو په شکل کښې ، کله د قام پرستو د ماتولو په شکل کښې ، او داسې نور...

دا خنډان به مدام وي او هم دغه زمونږ اصل جنګ دی...

په دې ځان پوهه کړئ چې هم دا زمونږ جنګ دی ...

د پښتنو په فکرونو باندې د اغيارو چينجي اخته دي او د پښتنو فکرونه خوري او هم د دغه چينجو خلاف زمونږ جنګ دی...

دا جنګ سخت دی ځکه چې يو خوا مونږ فقط يو ګوند او بل خوا لويه او منظم مشينري ...

دا جنګ د به تر هغې دوامداره وي تر څو چې په دې وطن کښې يو پښتون ژوندی وي او يو نيشنلی ژوندی وي...

هغه يوازې نيشنلی به د هغه يوازې پښتون د حق غږ کوي تر څو چې دغه اخيري نيشنلی هم نه وي مړ شوی ...

پاتې شوه د اليکشن خبره نو په اليکشن کښې ګټل او بايلل يو جمهوري پراسس دی او په دې باندې جذباتي کېدل نه وي پکار او هسې هم سياسي ورکړ سره جذباتي کېدل ښه په ښکاري ...
مننه...
Sardar Hussain Babak Haider Khan Hoti Aimal Wali Khan
Copy

22/01/2024

Dr Siraj Kamal

22/01/2024

Dr Siraj kamal

Address

شارع سبالة
Riyadh
1234

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Travel W Tahir posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Travel W Tahir:

Videos

Share