15/07/2023
د ماښام لمونځ مي د هدیرې تر څنګ وکړ ! 😭
تر لمانځه وروسته ، کرار کرار تیاره او هوا ساړه کېدله. ما چي کله شاوخوا په هدیرې نظر تېر کړ، دلته علماء، پوهان، قومندانان، د جګړې د ډګر اتلان، قومي مشران، ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان.... خښ و، خو چوپه چوپتیا وه، چا سره د شپې د ښه خوراک، څښاک، پوښاک او ګرمې بسترې غم نه وو. څوک د اولاد په غم کې نه وو، څوک د امنيت په تلاش کې نه وو ...
زه د هدیرې د چوپې خولې وعظ ته غوږ وم. هدیرې راته د حال په ژبه ویل؛ یوه شپه به داسې هم راځي چې ته به هم زموږ ميلمه شې او ستا شپه به د دوی د شپې په څېر شي.😭😢
ای د ځمکو آسمانونو، د دنیا او آخرت، د جنت او جهنم او د ټولو کائناتو مالکه! موږ ته د آخرت سخت سفر آسانه کړه، موږ ډېر ګناهګار یو، موږ خپل ځان سره ډېر ظلم کړی دی، پر موږ باندې رحم وکړه...😭😭
Ameen