Wadan Travel And Transportation

Wadan Travel And Transportation Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Wadan Travel And Transportation, Travel Agency, گل بهار سنتر کابل،افغانستان, Kabul.

با خدمات ما، تجربه‌ای بی‌نظیر از سفر یا تجارت کسب و کار خود را رونق دهید
ما به سرعت، دقت و رضایت مشتری افتخار می‌کنیم
انتخاب شما، افتخار ماست! برای خدمات سریع و مطمئن، هم‌اکنون با ما تماس بگیرید. "به [شرکت سیاحتی ودان] خوش آمدید – شریک قابل اعتماد شما برای تمام نیازهای ویزه شما! چه شما قصد تحصیل، کار یا سفر به خارج از کشور را داشته باشید، ما اینجا هستیم تا پروسه را ساده سازیم و به شما در رسیدن به

رویاهای تان کمک کنیم. امروز با ما تماس بگیرید تا در مورد خدمات ویزه قابل اعتماد و موثر ما بیشتر بدانید!"

ویزه یکماه سیاحتی کشور پاکستان برای پاسپورت های خارجی در مدت ۲۴ الی ۴۸ ساعت
09/12/2024

ویزه یکماه سیاحتی کشور پاکستان برای پاسپورت های خارجی
در مدت ۲۴ الی ۴۸ ساعت

کرکټ د نړۍ یو له هغو لوبو څخه ده چې کله کله یې پایلې هر کرکټ مینوال ته حیرانونکې ښکاري،۲۰۲۴ کال د توپ اچوونکو لپاره شاید...
15/11/2024

کرکټ د نړۍ یو له هغو لوبو څخه ده چې کله کله یې پایلې هر کرکټ مینوال ته حیرانونکې ښکاري،
۲۰۲۴ کال د توپ اچوونکو لپاره شاید تر ټولو ستونزمن کال و،
په دغه لوبو کی بالران شاید په دي تمه ول چي بیټسمینان لږ تر لږه له لوبي سره د کرکټ اصول مراعت کړي او داسې معلومېده چې توپ اچوونکي د توپ په هر ځل غورځولو سره دعا کاوه چې بیټسمینان لږ تر لږه رحم وکړي.
بالران داسې برېښېدل چې ګواکې یو ناوړه خوب یې ویني.

14/11/2024
کنسلی ETA
03/07/2024

کنسلی ETA

ویزه یک ماه سیاحتی دوبیقیمت 0783788176 همرای تکتدر ۳ الی ۵ روز کاری اجرا میشود
11/02/2024

ویزه یک ماه سیاحتی دوبی
قیمت 0783788176
همرای تکت
در ۳ الی ۵ روز کاری اجرا میشود

07/02/2024

د ځمکې پر محلوقاتو رحم وکړئ، اسمان والا به پر تاسو رحم وکړي! (قرآن)
ژباړه

07/02/2024

یوه ورځ چې خپل تېر وخت ته ځیر شې وبه وینې چې سخت کلونه تر ټولو ښکلي وو.

23/10/2023

په خپل وخت، ځان، کورنۍ او قرض کړو پیسو مو زړه وخوږوئ.
د جمهوریت له پرزیدو وروسته د افغانانو سیل او جوپې جوپې وتل له افغانستانه نورې نړۍ بالخصوص ایران او پاکستان ته پیل شول چې د دواړو هیوادونو د د خپرو شوو ارقامو څخه ښایی تر لس میلونه ډیر هیوادوال مود مهاجرت او د سرګردانۍ شپې ورځې په ګاونډیو هیوادونو کښې سبا کوي. په دې شمیرو کښی داسې هیواد وال هم شامل دي چی خپل وروستي منزل(اروپا ،کانادا او امریکا ) ته د رسیدو په موخه په دی هیوادونو کښی میشت دي.بعضې معلومات د خپل شخصي تجربې چی هلته ووم اوبعضې هلته میشتو دوستانو سره له اړیکو نقل کوم او له تاسو درنو هیوادوالو سره یی شریکول غواړم.
ډیری هیوادوال مو د ترکېې برازیل مکسیکو فرانسې جرمني ایټالیی روسې او داسې نورو هیوادونو په تکل ګاونډیوهیوادونوپاکستان او ایران ته ځي چی داسې اټکلي تلل د دوی د ژوند، وخت او اقتصاد د تبا کیدواو ضایع کیدو لامل کیږي . په کل کښی د سفارتونو دریز دغه دي چی افغانانو لپاره ویزی ورکول نشته! په دلیل يي موږ تاسو ټول پوهیږو. که احیانا کوم ځای(سفارت) یا شخص څخه مووعده تر لاسه کړې وي نو مخګښي له مخکښي د انټرویو وغیره وخت نه ځان مطمینول او تعینول حتمي دي.مخکښې له وخته تګ مو عبث دی وختونه په کل کښی انلاین اخستل کیږي. کله مو تر درې میاشتو هم ځنډوي بهتره ده په کور يي تیرې کړئ. سپما او په وطن یی مصرف کړئ د بعضې وطنوالو جدي ستونزې او ننګونې د درک وړ دي.
ترکیه :
هغه هیوادوال چی د ترکې په تکل د قاچاقبرانو د لومو ښکار کیږي تری هیله کیږي چی په ایران او ترکیه کښي د داسی هڅو د مخنیوي په هکله جدي برخورد او غبرګون سره مخ کیږي چی نتیجه يي مرګ ، ټپی کیدل ،فلجیدل ،زندانی کیدل ،مړی ژوندی ورکیدل، ډیپورټ کیدل او ستاسو د والدینو د تڼاکو لاسونو د ګټلو پیسو حیف و میل کیدل دي حتی انځورونه ېې د کتلو او شریکولو ندي. ستاسو د معلوماتو په خاطر په ایران کښی د ترکېې سفارت د قانوني شرایطو پوره کولو باوجود افغانانو ته ویزې نه دي ورکړي نو هیله ده ځانونه مه ستړي کوئ. که سفر مو رسمي وغیره وي نو ځان د وخت او انټرویو څخه پوره مطمین کړئ او یا هم کابل کښی سفارت فعاله دی هلته یی تر سره کړئ.چې هلته ونشي بل ځای کښی خو ېې بیخي طمعه مه کوئ.
برازیل:
په ایران کښي د برازیل سفارت د بشري ویزو د ورکړې / توزیع/ درخواستي ځنډولې/بند کړې پخواني وخت اخستنونکي له میاشتو میاشتو راهیسی انټرویو او یا هم ځواب ته منتظر دي او برخلیک یی نامعلوم دي.
مکسیکو:
د مکسیکوقانوني ویزو د اخستو کازبې ژمنې خلک درته کوي خو چا ندي تر سره کړې او په مقابل کښي يي د تحصیلي ویزوه په نامه تر شلو زرو ډیرو ډالرو غوښتونکي وي.
جرمني:
د جرمني سفارت هم د افغانانو مقابل کښي ورته برخورد کوي او ویزې بندې دي هغه څوک چی د کوم قانوني چینل څخه مخ ته ځي نو تر څو چی مو وخت / اپوینڼمنټ د سفارت او یا هم ویزه میټریک شرکت لخوا مشخص شوی نه اوسي له وطنه د وتلو او بیځایه مصارفو هڅه مکوئ بالخصوص هغه هیواد وال چې غواړي د کورنۍ غړي یا هم میرمن/خاوند دعوتوي.
روسیه او ایټالیه :
روسېې او ایټاليي د زده کړو په موخه ویزې ورکولې هغه لړۍ هم په بشپړه توګه دریدلې او د افغانانو په چلونو پوه شوي چی د زده کړو له غمه ندي مړه او نورې قیصې دي هغه چا چی په اوایلو کښي اقدام کړی وو ډیری ېې لا هم منتظر دي او یا په وخت تللي او یا یی بعضی بیرته ‌ډیپورټ شوي. بیا هم که کوم څوک هڅه کوي چی نوموړو سفارتونو ته ورشي نو تر څو چې ېې وخت د انټرویو نه وي ټاکل شوي درانه سنګین دې کښیني وخت او پیسې دې نه حیف کوي.
فرانسه:
د فرانسې سینه بیا ډیره فراخه اود ډیرې سړې سینې کار دی تر درې میاشتو یا زیاتو فقط انټرویو لپاره وخت ایله درته درکړي چی دری یا ۴ میاشتې بعد د انټرویو وشوه نو هغه قصه به مو اوریدلې وي چې یو وخت د ګاونډي هیواد څخه جیټ طیاره راغلې وه اواړونده مسولینو د لیک په استولو د وخت د پاچا سلامت څخه د غبرګون ښودلوپه پار هدایات غوښتي وو نو ټهیک هماغومره وخت کښی د پاچا سلامت په سپيډ ځواب درکوي. دا چی ډیری هیوادوال مو په اروپا او بالخصوص فرانسه کښی درې څلور کاله تیر کړي وي او بیا دوی خپلو میرمنو او یا والدینو د بیاولو هڅه کوي نو مخکښي تر دي چی سره له واړه تکبیرونو ایران کښي تشریف فرما شي نو اول دې ځان او کورنۍ د سفارت سره د وخت ټاکلو مطمین کړي بیا دی د تګ هڅه وکړي او چي څنګه یی انټرویو خلاصه شوه راسا دی خپې سپکوي او کور ته دې ځي عاجل ځواب ته دی نه په طمع کيږي (هیله یی هم مکوئ) کنه د پاچا سلامت د لیک ځواب له برخلیک سره مخ کیږي. د اروپایی هیوادونو وخت اخستل او انټرویو زیاتره دی
او یا هم د اړونده سفارتونو د ویبسایټونو څخه VFS Global او VISA METRIC شرکتونو لخوا ترسره کیږي.
UNHCR
د ملگرو ملتونو دغه اداره چي په ټوله نړۍ کښی د مهاجرینو د بیا میشته کیدو وغیره منشور پر مخ وړي د ملګرو په وینا چی د خپلې دروازې په نوټس بورډ يی لیکلي وو چی له افغاني قضیو معذرت غواړو دا په دی معنی چی هغوی هم تردوه سپیږمو راغلي دي. بهر حال که دغه اداره کښی د ثبت اراده لرئ نو اول خو ثبت ستونزمن دی که بریالي شوئ نو له ۳ ، ۵ او یا هم له هغی ډیرو کلونو ته تابیا ولرئ. او له ثبت بعد بل ځای ته(وتلو) د تګ حق هم نه درکول کیږي.
‌که احیانا په پورته ببو لالو مو سر خلاص شوی نه اوسي او خپل ضد نیولي وئ نو لاندې قیصو باندې هم سر خلاص کړئ.
ایران کښي وټس اپ ،فیسبک ، انسټا ګرام وغیره کار نکوي د دولت لخوا پری بندیز دی له تګ تر مخه خپل ځان ته د ایمو اپلیکیشن ډاونلوډ او فعال کړئ او یا هم د ځان په څیر قوي سرزوری وي پي این درسره انسټال کړئ تر څو د فیسبک وغیره له مزایاوو او کورنۍ سره له حال احوال کله کله برخمند شئ.
که تیلیفون مو په ایران کښي نه وي پیرودلی نو د لاس تلیفون کښي مو سیمکارت د یوي میاشتی لپاره کار کوي تر هغه بعد مجبور تیلفون بدل یا یی ثبت او ګمرکي محصول ورکړئ یا هم ایران کښي بل مبایل و پیرئ . سیمکارت مو د پاسپورت په زریعه د رسمی او قانوني مرجع څخه و پیرئ له عامو خلکو او ځایونو پیرودل د سیمکارت د ژر بندیدو او امنیتي پیښو/مسولیت سبب ګرځي.
د هر نوع خرید لپاره بانکي کارت لرل حتمي دي د نقدو معاملې په نشت حساب دي افغانانو ته له اقامې پرته بانکي حساب نه پرانستل کیږي نو بهتره ده د موقت حل په موخه ځانته توریست کارت( Tourist card ) جوړ کړئ بعضې بانکونه یی ورکوي.
طلا ، غوا ، خوسکۍ خو هسی هم خرڅوئ پریمانه پیسې قرض هم وکړئ تهران کښي د اوسیدو ځایونه خه په خوند ګران دي که مو اولادونه( تعداد) مو له دووڅخه زیات وي خدای مو مل شه. یا ژر درومئ وطن ته یا د مجبوریت په صورت کښي له مرکزه نورو ولایاتو ته ځان رسوئ.
له تګ سره سم میلیونران کیږئ نو بهتره ده چی په میلیوني حسابونو او ډیرو صفرونو ځان پوه کړئ.
سیاست او سیاسي پوهه مووطن کښي امانت کیږدئ پوهیږم پریښودل به یی درته ګران وي خو هیچا سره بحث مکوئ پوهیږم داسی بحث نه خوند اخلئ خو پرهیز له علاجه بهتر دی.
په هوایی ډګرونو او بنادرو کښی د پیسوډیره اندازه تبادله مکوئ چی میلونر کیدو ته مو ضرر کوي چی لاړ شئ په کراره یی صرافی کښی تبادله کړئ له میدانه تر استوګن ځای پوري د -۱۵۰۰ ۲۰۰۰ افغانیو معادل تومن /ریال لرل کافي دي . ایران کښی تبادله دولتي او ازاد بازار/مارکیټ نرخ فرق کوي له دولتي نرخ ځان وساتئ.
نوټ:
ما چی څومره معلومات لرل په ځنډ مې شریک کړل بښنه کوئ د نورو پوښتنو ځواب به راسره نه وي.د اړتیا په صورت کښي هلته له میشتو وطندارانو مرسته وغواړئ.
پاکستان هاذالقیاس
درنښت

22/09/2023

#کابل

کابل
01/05/2023

کابل

✅ په زړه پورې او فکر راښکوونکې احصایهاوس مهال د نړۍ نفوس شاوخوا 8  ملیارډ اټکل شوی د ډیری خلکو لپاره ، دا لوی شمیر دی. خ...
17/02/2023

✅ په زړه پورې او فکر راښکوونکې احصایه

اوس مهال د نړۍ نفوس شاوخوا 8 ملیارډ اټکل شوی د ډیری خلکو لپاره ، دا لوی شمیر دی. خو کله چې د فیصدو خبره شي، د احصایې په اړه پوهیدل اسانه وي:

- 11٪ په اروپا کې دي،
- په شمالي امریکا کې 5٪
- په جنوبي امریکا کې 9٪
- په افریقا کې 15%
په آسیا کې 60 سلنه.

🔸 له ټول نفوس څخه 49 سلنه په کلی او 51 سلنه په ښارونو کې ژوند کوي.

🔸 77 سلنه شخصي کورونه لري او 23 سلنه هیڅ کور نلري. 21% لهښه یې خوري . 63 سلنه څه اندازه ښه خواړه خوري.
15% سوء تغذیه دي او 1% بیخې نلرې.
د ورځې 49 سلنه خلکو عاید له 2 ډالرو کم دی.
پاکي اوبه څښي 87 سلنه څښي 13 سلنه یا پاکي اوبه نه څښي او یا یې د اوبو سرچینه ککړي وي. 75 سلنه موبایل لري خو 25 سلنه یې نه لري. 30% انټرنیټ ته لاسرسی لري خو 70% د انټرنیټ سره د وصل کیدو شرایط نلري. 7 سلنه د پوهنتون زده کړې لري خو 93 سلنه لوړې زده کړې نه لري. 83% باسواده، 17% بې سواده دي.

33% عیسوي
22% مسلمان
14% هندو
7% بودايي
12% مختلف مذهبونه
12سلنه سل په سلو کې په هیڅ مذهب باور نه لري.

🔸که خپل کور، ښه خواړه، پاکې اوبه، انټرنېټ ته لاسرسی لرې، پوهنتون ته ځئ، د محدود شمېر خوشبختانو (د نړۍ له 7٪ کم نفوس) غړی یې.

🔸 په نړۍ کې په 100% کې یوازې 8% عمر له 65 کالو زیات عمر تېروي.

🔸 که عمر مو 65 کلن وي او که له دې زیات وي، د ژوند هره لحظه شکر ګذاره او خزانه وکړئ او له هرې ثانیې څخه یې ښه استفاده وکړئ.

🔸 شکر وباسه چې له 64 کلنۍ مخکې د 92 سلنه خلکو په څېر له دې نړۍ نه یې تللی..

🔸 خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ ځکه هیڅوک مو د هرې لحظې په اندازه خیال نه ساتي.

05/02/2023

تمدید پاسپورت

Address

گل بهار سنتر کابل،افغانستان
Kabul
10001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wadan Travel And Transportation posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category