Mojeeb Zia Travel & Tours

Mojeeb Zia Travel & Tours داخلی او خارجی ټکیټان په مناسبه بیه زموږ څخه ترلاسه کړی.

د سپین بولدک او شاوخوا سیمو لپاره د روژه مات او پیشلمی د وختونو نقشه روژه مو نېکمرغه 🌙🤲
13/03/2024

د سپین بولدک او شاوخوا سیمو لپاره د روژه مات او پیشلمی د وختونو نقشه

روژه مو نېکمرغه 🌙🤲

روژه مو نېکمرغه 🌙Ramadan Kareem 🌙
11/03/2024

روژه مو نېکمرغه 🌙
Ramadan Kareem 🌙

ځوان پیلوټ ( شفیع الله )  چې پرون یې د خوست څخه اریانا طیاره العین ته راوستله ، همدلته العین کې لوی شوئ دی ، زده کړې یې ...
28/01/2024

ځوان پیلوټ ( شفیع الله ) چې پرون یې د خوست څخه اریانا طیاره العین ته راوستله ، همدلته العین کې لوی شوئ دی ، زده کړې یې همدلته کړي دي او د خوست د حیدرخېلو سره تعلق لري او د یوې درنې کورنی غړی دی !
په العین کې تقریبا شاه خوا ۵۰ زره افغانان ژوند کوي او ډېرې کورنۍ دلته له لسګونو کالونو څخه مېشتې دي ، او د خوست ښکلا او ماډرن ماڼی هم د دې خوستوالو په تکلیف او زحمت جوړې شوي دي !
ژوندي د وي باهمته ځوانان !
Mojeeb Zia Travel & Tours مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

Afghan

د خوست درنو مسافرینو ته ښه زیرۍ!هغه ګران مسافرین چی له جدې څخه په آريانا کی وطن ته راځی د کابل او خوست د ټکټ بيه یو ډول ...
27/01/2024

د خوست درنو مسافرینو ته ښه زیرۍ!
هغه ګران مسافرین چی له جدې څخه په آريانا کی وطن ته راځی د کابل او خوست د ټکټ بيه یو ډول ده.
تاسو کولای شئ چی مستقيم په سيسټم کی د جدې څخه د خوست ټکټ واخلی او د کابل څخه خوست ته په آريانا کی راشی.
یعنی په کومه بیه چی د جدې - کابل ټکټ دئ په هغه بیه تاسو له جدې - خوست ته تللی شئ.

Mojeeb Zia Travel & Tours

26/01/2024

د خوست له هوايی ډګر څخه د متحده عربی اماراتو العين او کابل نړیوال هوایی ډګرونو ته الوتنې پيل شوی.

Mojeeb Zia Travel & Tours

د آریانا افغان هوایی شرکت نن جمعه دخوست څخه العین ته لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.Mojeeb Zia Travel & Tours ...
26/01/2024

د آریانا افغان هوایی شرکت نن جمعه دخوست څخه العین ته لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.

Mojeeb Zia Travel & Tours مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

له العین څخه مستقیما خوست ✈️!العین سره د لویې پکتیا مسافر ښه اشنایي لري ، او ډېرۍ  یې هلته له ډېر وخت څخه ژوند کوي !ًمست...
22/01/2024

له العین څخه مستقیما خوست ✈️!
العین سره د لویې پکتیا مسافر ښه اشنایي لري ، او ډېرۍ یې هلته له ډېر وخت څخه ژوند کوي !ً
مستقیم پرواز به د دواړو ښارونو واټن او د مسافرو زړونه او فکرونه لا سره نږدې کړي !
مخکې هم یو څو ځله دا پروازونه پیل شوي وو او بیا بند شول ، په دې هېله چې دا وار به دوام ومومي !
د اریانا افغان هوایی شرکت څخه نړۍ مننه چې دا آسانتیا یې مسافرو ته برابره کړه !
Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

C Afghan

د ایران د يزد هوايی شرکت نن د جنورۍ 22 مه د مزارشريف څخه وروسته خپله لومړنۍ الوتنه کابل ته ترسره کړه.Mojeeb Zia Travel &...
22/01/2024

د ایران د يزد هوايی شرکت نن د جنورۍ 22 مه د مزارشريف څخه وروسته خپله لومړنۍ الوتنه کابل ته ترسره کړه.

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

د خوست ولایت څخه العین ته د آریانا افغان هوایی د الوتنو پیل!هره اونۍ دوه الوتنې✈️جمعه او دوشنبه : کابل - خوست - العینشنب...
22/01/2024

د خوست ولایت څخه العین ته د آریانا افغان هوایی د الوتنو پیل!
هره اونۍ دوه الوتنې✈️

جمعه او دوشنبه : کابل - خوست - العین
شنبه او سه شنبه: العین - خوست - کابل

د الوتنو پیل: جمعه، د 2024 کال جنوري میاشتې 26مه.

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

د ایران یزد ایر هوايي شرکت بلخ ته الوتنې پیل کړېد ایران یزد ایر هوایي شرکت د تهران او بلخ ترمینځ الوتنې پیل کړی دی. په م...
21/01/2024

د ایران یزد ایر هوايي شرکت بلخ ته الوتنې پیل کړې
د ایران یزد ایر هوایي شرکت د تهران او بلخ ترمینځ الوتنې پیل کړی دی.
په مزارشریف کې د ایران کونسلګرۍ پرون د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي شرکتونو په بیا فعالیت سره به د دواړو هیوادونو د اتباعو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

Mojeeb Zia Travel & Tours

د پاسپورټ ریاست د تېرې ورځې هڅې او د  شل زرو سپینو عریضو راټولولتېره چهار شنبه چې د جدیې له ۲۰ مې نېټې سره سمون خوري د پ...
11/01/2024

د پاسپورټ ریاست د تېرې ورځې هڅې او د شل زرو سپینو عریضو راټولول

تېره چهار شنبه چې د جدیې له ۲۰ مې نېټې سره سمون خوري د پاسپورټ لوی ریاست تر۲۰ زره آفلاین عرایض د پاسپورټ غوښتونکو څخه راټول کړل چې د اونۍ په جریان کې به یې ټولې چارې د ورکړل شوي ټوکن سره سمې پروسس شي.

او نورې اونۍ به هره پنجشنبه د پاسپورټ غوښتونکو څخه سپین عرایض په همدې ډول راټولیږی.

‏‎دا مهمه ده چې په یاد ولرئ آنلاین پروسه د ټولو غوښتونکو لپاره د لاس رسي وړ ده، د پاسپورټ لوی ریاست د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره اسانه او د لاسرسي وړ لارې چارې چمتو کوي.

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

دا عرب ځوان د دوبۍ هوایي ډګر ته د سفر کولو په خاطر لاړو خو هلته یې چې خپل پاسپورت وکتلو نو هغه ختم وو ، په هوایي ډګر کې ...
11/01/2024

دا عرب ځوان د دوبۍ هوایي ډګر ته د سفر کولو په خاطر لاړو خو هلته یې چې خپل پاسپورت وکتلو نو هغه ختم وو ، په هوایي ډګر کې د پاسپورټ څانګې ته ورغلو او هغو نوی پاسپورت په ۸ دقیقو کې ورته صادر کړ !
د خپل ملت خدمت او طببعي حقوقو ورکول کوم احسان نه ، بلکې حکومتونه دا کار خپله فریضه او په ښه ډؤل ادا کول یې خپل ځان ته ویاړ بولي !
آفرین په هغو خلکو چې د انسان او انسانیت قدر ورسره دی !

Mojeeb Zia Travel & Tours
Copy Abdulsamad Afghan

د ایر عربیه هوایي شرکت له کابل څخه شارجی ته نن 10 جنوری خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.✈️هره ورځ یوه الوتنه شارجه - کابل -...
10/01/2024

د ایر عربیه هوایي شرکت له کابل څخه شارجی ته نن 10 جنوری خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.✈️
هره ورځ یوه الوتنه شارجه - کابل - شارجه

د کندهار ولایت درنو ښاریانو ته زیری!د آریانا افغان هوایي شرکت د نوي ایربس الوتکی سره ستاسو په چوپړ کې حاضرېږي.د چهارشنبې...
26/12/2023

د کندهار ولایت درنو ښاریانو ته زیری!
د آریانا افغان هوایي شرکت د نوي ایربس الوتکی سره ستاسو په چوپړ کې حاضرېږي.

د چهارشنبې او پنج شنبې ورځو لپاره ځانګړی الوتنې
27/12/2023 - 28/12/2023

د ټکټ قیمت: 4898 افغانی

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

افغانستان ته د ایرعربیه هوایي د الوتنو بیا پیل! ✈️تر شاوخوا دوه نیم کلن ځنډ وروسته، ټاکل شوې ده چې ایر عربیه (Air Arabia...
25/12/2023

افغانستان ته د ایرعربیه هوایي د الوتنو بیا پیل! ✈️
تر شاوخوا دوه نیم کلن ځنډ وروسته، ټاکل شوې ده چې ایر عربیه (Air Arabia) هوايي شرکت د 2024 کال د جنورۍ په 10مه نېټه بېرته افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

21/12/2023

د قرآن کریم په مبارک تلاوت سره مو د زړونو زنګ لری کړئ.❤️

د تلاوت کوونکی قاری نوم کمنټ کی ولیکئ.

Mojeeb Zia Travel & Tours
مجیب ضیاء سیاحتی شرکت

ښکلی کندهار ته د آریانا ورځنۍ الوتنی ستاسو د سفر لار ګوری.✈️هره ورځ یوه الوتنهکابل - کندهار: 09:30 سهارکندهار - کابل: 11...
21/12/2023

ښکلی کندهار ته د آریانا ورځنۍ الوتنی ستاسو د سفر لار ګوری.✈️
هره ورځ یوه الوتنه

کابل - کندهار: 09:30 سهار
کندهار - کابل: 11:30 مخکې له غرمې

19/12/2023

د آریانا افغان هوایی شرکت نوې رانیول شوې الوتکه په بریالیتوب سره د کابل نړیوال هوایی ډګر ته راورسېدل.

Address

Spin Boldak

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 18:00
Thursday 08:00 - 18:00
Friday 08:00 - 12:30
Saturday 08:00 - 18:00
Sunday 08:00 - 18:00

Telephone

+93708316301

Website

Undefined variable: isMonitored
    Return to your account

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mojeeb Zia Travel & Tours posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category